لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند ویلي پاکستان سره یې په دوه اړخیزه سوداګرۍ هیڅ خبرې نه دي شوي


د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سبرامنیم جې شنکر ویلي چې د هند او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په اړه هېڅ خبرې نه دي شوي او نه هم په دې اړه کوم وړاندیز شوی دی.

د هند دې جګپوړي ډیپلومات دا څرګندونې په واشنګټن کې د هند په سفارت کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وکړې، چیرې چې هغه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تللی و.

د ډان نیوز د رپورټ له مخې ،کله چې د پاکستان سره د سوداګرۍ په اړه له نوموړي څخه پوښتنه وشوه، نو جې شنکر وویل چې د پاکستان سره د سوداګرۍ په اړه هېڅ خبرې نه دي شوي او نه هم له اسلام‌اباد څخه په دې اړه کوم اقدام لیدل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې موږ هېڅکله سوداګري نه ده درولې، په ۲۰۱۹ کال کې د سوداګرۍ بندیدو ګامونه د دوی (پاکستان) لخوا پورته شوي وو.

ډاکټر جې شنکر دا هم وویل چې زموږ له پیل څخه دا اندېښنه وه چې دوی موږ ته د "موسټ فیورټ نېشن" (MFN) یا خورا غوره ملت درجه نه ده راکړې، سره له دې چې موږ هغوی ته دا درجه ورکړې ده.

د کال د ۲۰۲۴م د اګست په میاشت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د هند سره د سوداګرۍ په اړه هېڅ خبرې نه دي روانې.

دا سوداګري د ۲۰۱۹ کال د اګست په میاشت کې د کشمیر په اړه د هند لخوا د اخستل شوؤ اقداماتو وروسته بنده شوې وه.

تر دې مخکې، د تېر کال ۲۰۲۴م د مارچ په میاشت کې د پاکستان مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار ویلي وو چې د پاکستان کاروباري خلک غواړي له هند سره سوداګري بیا پیل شي او پاکستان به د هند سره د سوداګرۍ بیا پیلولو په اړه غور وکړي.

د مسلم لیګ (ن) مشرانو تېر کال واک ته له رسېدو وروسته په بېلابېلو وختونو کې له هند سره د سوداګریزو اړیکو بیا کتنې ته د چمتووالي څرګندونه کړې ده.

په ۲۰۲۱ کال کې د اقتصادي اړیکو کمیټې اعلان کړی و چې خصوصي سکټور ته به اجازه ورکړي چې له هند څخه ۵۰۰ زره ټنه چیني او د واهګه بندر له لارې پومبه وارد کړي. خو له اپوزېشن لخوا د سختو نیوکې وروسته، دا پرېکړه په څو ورځو کې بېرته واخېستل شوه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG