څيړونکي وايي، اسلام اباد ته د اشرف غني سفر د افغانستان سره د پاکستان دپاره ډېر مهم دی

څيړونکي وايي د افغان ولسمشر اشرف غني د اسلام اباد سفر يواځې د افغانستان نه، بلکې د پاکستان دپاره هم دومره ډېر مهم دی ځکه چې د افغانستان د راتلونکو حالاتو نېغ اثر به په پاکستان وي.

افغان ولسمشر نن د زيارت، پنجنشبې په ورځ په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی دی.

نوموړي د پاکستان د وزیراعظم عمران خان او بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي سره ليدلي دي.

څیړونکي وايي که څه هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې تل د بې اعتمادۍ ښکار پاتې شوي او ليدنې شوي او ترمنځ يې شوې ژمنې نه دي عملی شوي خو اوس وخت بدل دی.

د سياسي چارو کار پوهه خادم حسېن وايي دا وخت د امریکا د طالبانو سره خبرې روانې دي، په افغانستان کې بدلون راغلی دی مدني ټولنه او ميډيا راولاړه شوې ده، پارلیمان دی، ائين او قانون دی اقتصاد يې په خاص انداز کې مخکې تګ کړی دی او د تېرو ۲۰ کالو افغانستان اوس بدل شوی دی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ښاغلي حسېن وويل، په داسې کې چې په افغانستان کې رياست سازي کيږي او په هغې کې خنډ راځي دا به يواځې د افغانستان نه بلکې د پاکستان، ايران، چين، روس، هند او سيمې د نورو هېوادونو دپاره د لوې زيان سبب ګرځي.

هغه وویل په افغانستان کې به ریاست سازي هغه وخت په مخکې راځي چې د افغانستان پرضد جنګیالو ډلو مرسته پرېښودی شي او لاس وهنه ودرول شي.

نوموړي زياته کړه د افغانستان په اړوند په قطر کې د طالبانو سره د امریکې خبرې روانې دي او د رابطې ساخت بدل شوی دی نو په دې حالاتو کې که د پاکستان ریاست د افغانستان په اړوند خپله پاليسي بدله نه کړه دا به په خپله د پاکستان په په غټ تاوان تماميږي.

څيړونکي او ژورنالسټ اسماعیل خان وايي د پاکستان وزیراعظم عمران خان په حکومت کې د راتلو سره سم د افغانستان سره د اړيکو ښه کولو ويلي ؤ او ځينې داسې کارونه هم شوي چې پاکستان غواړي د افغانستان سره اړيکې ښې کړي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل د افغانستان د سولې په اړوند چې د د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد کومې خبرې روانې دي نو د هغې نه امریکايان مطمين ښکاري سره د دې چې د پاکستان نه غواړي په طالبانو د خبرو دپاره نور فشار راوړي.

هغه زياته کړه امریکايان او افغانستان د سولې د خبرو په لړ کې د پاکستان په کردار يو څه خوشحاله ښکاري او د اشرف غني دا راتګ د دې خبرې کوشش ګڼل کيږي چې دواړه هېوادونه په يو مخ راشي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په تېرو وختونو کې د ليدنو او ژمنو تاریخ ته په کتو اسماعيل خان وايي دا به وروسته مالومه شي چې د تازه ليدنو او کېدونکو ژمنو په اعلاميه څومره عمل کيږي.

اشرف غني په داسې حال کې د پاکستان سفر کړی چې نزدې پينځه ورځې د اسلام اباد سره نزدې په بوربن کې د افغانستان د سولې د خبرو په موضوع يوه غونډه راجوړه شوې چې پکې زياتره د اشرف غني د حکومت مخالفه سياست والو ګډون کړی ؤ.