پاکستان کې نژدې ٢٣ ميلينه ماشومان د سکولونو بهر دي خو په میلينونو نور هغه ماشومان چې سکولونو ته ځي خو دغلته د کلونو تیرولو وروسته هم د لوست جوگه نه دي.
د سکول ته تلونکو دغه ماشومانو د لوست نه کولو علت لټولو لپاره د امریکا څيړنیزې ادارې ولسن سنټر عامه پاليسۍ غړې ناديه نويوالا په دريو کالو کې د ګرد پاکستان د تعليمي نيمگړتياو يوه ژوره څيړنه کړې او په دغې يې یو مفصل رپورټ تیار کړی.
په ولسن سنټر کې د دغه څیړنې د معلوماتو شریکولو په وخت مېرمن نادیه وویل چې په دریو کالو کې د نژدې نه د پاکستان په تعليمي نظام کې د موجودو ستونزو حقيقتونو حیرانه کړې. د دغې رپورټ په پېل کې ناده ویلي پاکستان د نړۍ دوېم هغه هيواد دی چرته چې تر ټولو زيات ماشومان د سکولونو نه بهر دي یا سکولونو ته نه ځي. نادیه نویواله د دغه مطالعې لپاره په ګرد پاکستان کې ٢٨ سرکاري او غیرسرکاري (شخصي) سکولونو کې د سلو کلاسونو یا ټولګیو کې د استاذانو او شاگردانو سره خبرې کړي او د سبق لوستلو تر د ښوونې کار يې د نژدې نه کتلی.
نادیه وايي که څه هم پاکستان د نړۍ په هغه هيوادونو کې راځي چې د نړیوالو ادارو لخوا ورته د تعليم لپاره تر ټولو زیاتې مالي مرستې او امداد ورکړل کیږي. خو د دغو مرستو پرته د سکولونو دننه د ذدکړو طريقې او د استاذانو قابليت کې غيرمعياري طريقې ماشومان د ښه تعلیم نه پاتې کوی.
د تعلیم په میدان کې پاکستان ته ورکړل کیدونکې نړیوالو مرستو په اړه په ولسن سنټر کې نادیه زیاته کړې پاکستان د هغه هیوادونو په لومړي صف یا قطار کې راځي کومو ته چې په تعلیمي نظام کې د بدلونونو راوستلو لپاره ډیرې مرستې ورکول کیږي، خو بيا هم د تیرو ۳ کالو راهسې د سکولونو نه بهر ماشومانو شمیره پرځای ولاړه ده. د سکولونونه بهر ماشومانو یو علت دا دی چې پاکستان کې ٨٠ فيصده سکولونه پرايمري دي او د پراېمرۍ یا ابتداي سکول نه پس ماشومان د وړاندې تعلیم لپاره نور سکولونه (مډل او هايي) نه لري.
پاکستان کې په سکولونو کې د داخلو په اړه د حکومتي شمیرو تر مخه ٦٧ فيصده ماشومان د پنځم جماعته پورې په سکولونو کې پاتی کيږي چې عمرونه يې د پېنځو نه واخله تر نهو کلونو پورې وي. که په پاکستان کې یواځې د دغه عمر ماشومانو د ليک لوست قابليت وکتل شي نو ١٧ ملينه ماشومان داسې دي چې ليک لوست نه شي کولی.
په کال ۲۰۱۴م کې د څیړنېزې ادرې پیو ریسرچ سنټر لخوا په پاکستان کې د ماشومانو د تعليم په اړه شوې یوې نظر پوښتنه کې دا خبره په ډاګه شوې وه چې نژدې ٦٨ فيصده مور پلار د هلکانو او جينکو د تعلیم لپاره یو شان خوښي لري او يواځې ٩ فيصده ابادي د هلکانو د تعليم په حق کې رايې ورکړې وه.
په دغه رپورټ کې سکولونو ته نه تلونکي ماشومان په دوو برخو کې تقسیم کړی شوي. د پېنځو کالو نه تر نهه کالو پورې ٧٨ فيصده ماشومان د لومړي تعلیم لپاره پراېمري سکولونو ته ځي. خو بیا د لسو کالو نه ۱۶ کالو د عمر ماشومان چې شمیره یې ٧٧ فيصده جوړیږي وړاندې تعلیم (مېډل او هايي) سکولونو ته نه ځي. د دغه ماشومانو سکولونو ته د نه تلو کې د کې د مور پلار خوښه هم شامله ده چې خپل بچي په دې وجه سکولونو ته نه لیږي چې په دغه سکولونو کې استاذان غیر حاضر وي.
پاکستان کې د وړاندې نه په تعليم شوو څيړنو او مطالعو په اړه ميرمن ناديه ویلي چې د درېم جماعت (کلاس) ماشومانو کې نيم په نيمه ماشومان يوه جمله هم نه شي لوستلی او هم دغه وجه پاکستان کې د تعليم بد حالي په ډاګه کوي. نادیه وايي چې د نوو او نورو ماشومانو په سکولونو کې داخلولو د زور راوړلو پرته پکار ده دغه ماشومانو ته داسې زده کړه ورکړی شي چې د هغوپه مورنیو ژبو کې وي.
د صوبو یا ایالتونو په کچه د ماشومانو په اردو ژبه کې د پوهې په اړه ميرمن ناديه د يو گراف په لار اوښودله چې د پاکستان په خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې يواځې ١ فيصد ماشومان په کور کې اردو ژبه وايي. د ابادۍ په لحاظ تر ټولو لوې صوبې پنجاب بیا دغه شمیره ۵ فیصده ده او په سند ایالت کې یواې ٢ فيصده ښودل شوې چې په کور کې اردو ژبه وايي.
د خېبر پښتونخوا د یوې بېلګې په توګه مېرمن نادیه ویلي چې به دغه صوبه (خېبر پښتونخوا) کې یو عام سکول ته تلونکی ماشوم په څلورو ژبو کې سبق لولي او دوي نه یواځې پښتو، اردو او انگريزي، عربي ژبه هم لولي.
دملګرو ملتونو د تعلیم او ساېنس ادارې (یونیسکو) په وروستیو کې په پاکستان غږ هم شوی چې که پاکستان د تعليم لپاره په خپله قامی بودیجه یا بجټ سېوا نه کړو نو د کال ۲۰۳۰مه پورې به په ۴ کې ۱ ماشوم د سکول نه بهر وي. د دغې په اړه میرمن نادیه ووېل چې پاکستان د کال ۲۰۰۱ نه را په دیخوا د تعلیم په قامي بودیجه کې ۱۸ فیصده اضافه راوستې او د دغې په اړه یې یو ګراف هم شریک کړو.
مېرمن نادیه د دغه څیړنې لپاره په ګرد پاکستان کې د ۱۰۰ سکولونو ی، شمیر مثالونه هم ورکړل او زیاته يې کړه چې د پاکستان حکومت لخوا د تعليم لپاره اصلاحاتو کې تر ټولو لویه کامیابي د ماشومانو لپاره په غير رسمي ودانيو کې د سبق لوستلو انتظام دې چرته چې هم د ټولنې نه استازان ټاکل شوي.