امریکا کې په ۱۱م ستمبر کال۲۰۰۱ کې دترهګرې شبکې القاعده لخوا دترسره شوؤ ترهګرېزو پېښو ۱۸کاله نن په داسې حال کې پوره شول چې امریکا نن هم په افغانستان کې دخپل زیات طاقت اؤ دولت دمصرفولو اؤ دخپلو زیات شمیر سرتیرو دقربانولو باجود دالقاعده،طالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو په ضد جګړه کې دقاطع بریالیتوب په اعلان کولو نه ده بریالۍ شوې.
څېړونکي وایي امریکا چې دنائن الیون دپېښو نه روسته افغانستان ته په کومو هدفونو پسې راغلې وه دهغې په ترلاسه کولو کې په بشپړ ډول ناکامه ده اؤ نن په افغانستان اؤ ټوله سیمه کې ترهګري دختمیدلو پځائ نوره پراخه شوې ده.
۱۸کاله وړاندې هم په دې ورځ د القاعده شبکی ترهگرو د امريکاڅلورجهازونه هائي جيک کړل او په دغه جهازونو باندې يې بيا بريدونه ترسره کړل چې پکې خواؤشا 3,000 کسان وژل شوي وؤ.
جهاز تښتونکو ددغه څلورو کمرشل جهازونو څخه دوه دنيويارک ښار دنړيوال تجارتي مرکز او دهغې سره ترڅنگ ټاورونو سره جنگولي وؤ چې له امله يې د110ؤ منزلودغه ودانۍ په زمکه ناستې وې.
په دغه تباهۍ کې گڼ شمير ملازمين او امدادي کارکنان هم مړه شوي وؤ.
دريم جهاز د واشنګټن څخه لږغوندې بهر دامريکا دپوځي هيډکوارټرز پينټاگان سره ټکر کړل شوى ؤاؤ دڅلورم جهاز مسافر دهائي جيکرانو سره ونښتل چې له دې وروستو جهاز دپيني سلوانيا ښار شينکز ويل کې ولوئيدو او تباه شو.
دالقاعده لخوا ددې پېښو دمسولیت قبلولو وروسته هغه وخت امریکا په افغانستان دواکمنو طالبانو نه غوښتنه کړې وه چې دالقاعده مشر اسامه بن لادن باید امریکه ته وسپاري.
خو کله چې طالبانو داسامه دسپارلو نه انکار وکړو نو دکال۲۰۰۱داکتوبر په میاشت کې امریکا دخپلو زرګونو ائتلافي پوځیانو په ملتیا دعصري جنګي الوتکو،وسلو اؤ نورو مهماتو سره په القاعده اؤ طالبانو ختمولو پسې افغانستان ته راغله.
دافغانستان په چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي داسمه ده چې امریکې دطالبانو حکومت نسکور کړو،اسامه یې ووژلو خو القاعده،طالبان یا ترهګري یې ختمه نکړل شوه.
وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ښاغلي طاهر خان ویلي دنائن الیون نه وروسته امریکا افغانستان ته ددې دپاره راغلې وه چې اسامه ته په پناه ورکولو طالبانو ته سزا ورکړي،افغانستان دترهګرو نه پاک کړي اؤ پخپلو پښو یې ودروي خو نن هم که حالات وڅېړل شي نو ډاګیزه ده چې امریکه پخپلو اهدافو کې نه ده بریالۍ شوې.
دښاغلي طاهر خان په وینا “مخکې خو طالبان یوازې جنوبي یا دپښتنو سیمو پورې محدود وؤ خو نن هغوئ تر شمالي سیمو اؤ حتی دایران پولو پورې رسیدلي،پوښتنه داده چې که امریکې په کهربونو ډالر مصرف کړل،خپل زرګونه سرتیري یې دلاسه ورکړل بیا ولې طالبان نور پیاوړي اؤ زیات خواره شول؟”
خبریال طاهر خان وایي دنائن الیون دپېښو نه وروسته چې په دې سیمه کې امریکا کومه جګړه پیل کړې ده،دې یوازې جنګي خواوې نه بلکې ټول اړخونه اغیزمن کړي دي اؤ ډيرې بدې اغیزې یې په پاکستان شوي دي.
خبریال عقیل یوسفزی هم په دې نظر دی چې دنائن الیون دپېښو اثرات دپاکستان اؤ افغانستان څخه نیولې د نړۍ په ټولو هیوادونو مرتب شوي خو هغه بیا وایي چې ددغو پېښو اثراتو پښتانه په ځانګړي ډول دخپلې بقاء جګړې ته زیات احساساتي کړي دي.
امریکه غږ ډيوه سره خبرو کې ښاغلي عقیل یوسفزي ویلي د یوولسم ستمبر د پیښو نه وروستو پښتنو ته دا احساس ورکړی شو چې دنیا دوئ ترهګر اؤ تندلاري ګڼي اؤ دغه تاثر د پښتنو دامن خوښي قام عکس سخت داغمن کړو.
هغه وویل"د یوولسم ستمبر پيښو پښتانه د مذهب اؤ قام پرستۍ په دوو بیلابیلو مفکورو کې وویشل اؤ نظریاتي اختلاف یې په کرکه کې بدل کړو"
دنوموړي په وینا “نن ګڼ پښتانه د نائن الیون د پيښو نه وروستو د رامینځته شوؤ حالاتو اؤ واقعاتو په وجه د ګڼو نفسیاتي ناروغو ښکار دي اؤ ددغه ناروغو په نتیجه کې مونږ وینو چې د دوئ مزاج کې واضحه تریخوالی پیدا شوی”
عقیل یوسفزي وویل په نزدې ورځو کې پاکستان کې داقلیتونو په ضد دتاوتریخوالي سیوا شوې پېښې هم ددې خبرې غمازي کوي چې دخلکو ذهنونو کې مذهبي کرکې څومره سیوا شوي اؤ ددې ترڅنګ حتی زمونږ په لیکونو،شعرونو،نظمونو اؤ افسانو کې هم اوس دمینې محبت دخبرو پځائ مزاحمتي بڼه زیاته لیدل کیږي چې دا ټول دنائن الیون دپېښو اثرات دي.
خبریال طاهر خان وایي چې پاکستان کې دطالبانو راپورته کیدل هم ددې جګړې اثرات دي،ځکه چې پاکستاني طالبان هم دالقاعده اؤ دافغانستان دطالبانو نه په اثر اخستلو راپورته شوي اؤ نن ټول خلک ویني چې شاوخوا ۵۰زره کسان ددې جګړې له امله په پاکستان اؤ همدغسې په افغانستان کې ووژل شول خو جګړه هم هغسې دوامداره ده ،بلکې ورځ تر ورځه نوره هم پراخیږي.
هغه وایي په دې جګړه کې د پولې دواړو غاړو ته دزرګونو عامو بېګناه خلکو ترڅنګ ډیر مهم اؤ درانه خلک هم وژل شوي چې هغوئ نه خو ترهګر وؤ اؤ نه یې دطالبانو اؤ القاعدې سره اړیکې لرلې اؤ دغو وژنو په عامو خلکو کې هم دکرکې اؤ تندلاریتوب جذبې راولاړې کړي .
طاهر خان وایي دا هم دکرکژنو اؤ انتقامي جذبو لامل دی چې نن دجنګیالو صفونه نور غځېدلي اؤ امریکا په دې نه توانیږي چې دخپل زیات طاقت اؤ دولت په مصرفولو سره دا جګړه وګټي.
نوموړی وایي اوس امریکه هم په دې خبره پوهه ده چې د زور دلارې دافغانستان جګړه نه شي ګټلی ځکه یې طالبانو سره سولې ته غاړه کېښوده خو دا چې صدر ټرمپ اوس یو ځل بیا دسولې مذاکرات ودرولي نو علت یې دادی چې دسولې د روانې پروسې په اړوند دامریکا ننه هم ځېنې اختلافونه موجود وؤ.
طاهر خان وایي امریکا کې یو فکر دا هم کیدلو چې که امریکا دطالبانو دشرطونو په اساس هغوئ سره روغه وکړي نو ددې یو واضحه مطلب به دا وي چې هغوئ افغانستان کې ماتې وخوړله اؤ طالبانو ته تسلیم شول.
خو هغه وایي چې دسولې نه پرته دافغان شخړې دهواري بله لاره هم نشته اؤ زر ده که پس یو ځل بیا به امریکا طالبانو سره خبرو ته راګرځي اؤ افغانستان کې به سوله دمذاکراتو دلارې راځي.