مهم نړیوال خبرونه

واشنګټن: د طالبانو پلاوی ماسکو ته تللی او د جمعې په ورځ یې له روسي چارواکو سره خبرې کړيدي.

ماسکو ته د طالبانو د پلاوي سفر یوه اونۍ وروسته له هاغې ترسره شو چې امریکا په ناڅاپي توګه له طالبانو سره د یوه کال راهیسې روانې اوږدې خبرې ودرولې.

روسي رسنیو د طالبانو د قطر د دفتر د ویاند سهیل شاهین له خولې راخیستې دي چې طالب پلاوي په افغانستان کې د روسيې له سفیر ضمیر کابلوف سره لیدلي او په افغانستان کې یې ورسره د سولې د روان بهیر په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو ستر مرکچي شیر محمد عباس ستانکزي رشتیا ټو ډي ټي وي ته ویلي، چې د هغه ډلې له امریکايي پلاوي سره یو تړون بشپړ کړی و او دواړه غاړې یې لاسلیک کولو ته چمتو وي چې ټرمپ په حیرانونکې توګه دغه خبرې مړې وبللې.

ستانکزي د لومړي ځل لپاره د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون ځینې جزیات څرګند کړي دي.

هغه ویلي:

"کله چې دغه تړون لاسلیک شي نو زمونږ او د امریکايي ځواکونو ترمنځ به یو بشپړ اوربند وي. مونږ به امریکايي ځواکونو ته خوندي لارې ورکړو او د سپټمبر په ۲۳ نېټه به بین الافغاني خبرې پیل شي او بیا په دغو خبرو کې په یو بشپړ اوربند او نورو افغاني سیاسي مسلو باندې بحث وشي."

ټرمپ د تېرې شنبې یا خالي په ورځ له طالبانو سره خبرې ودرولې او په کېمپ ډېوېډ کې یې د طالب مشرانو او افغان ولسمشر سره خپله لیدنه هم کنسل کړه.

ټرمپ ددغې پرېکړې دلیل په کابل کې د طالبانو لخوا وروستی هغه برید یاد کړ په کوم کې چې د یو امریکايي سرتیري په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.

----------

افغان ولسمشر اشرف غني د جمعې په ورځ په یوې انتخاباتي غونډه کې وویل، تر ۲۰۰۰ زیات طالب جنګیالي د تېرې اونۍ په اوږدو کې وژل شوي دي او ټینګار یې وکړ چې طالبان کولای شي د یوې پرېکړنده سیاسي جوړجاړي لپاره د هغه دفتر ته راشي.

د ولسمشر غني دغه څرګندونې نږدې یوه اونۍ وروسته له هاغې وشوې چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ناڅاپي توګه له طالبانو سره د جګړې ختمولو پرسر د یو کال راهیسې روانې خبرې ودرولې.

په دغو خبرو کې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د راتلونکې په اړه خبرې کېدې خو افغان حکومت په دغو خبرو کې نه و شامل.

ولسمشر غني طالبانو ته په تېره اونۍ کې ددغې درنې مرګ ژوبلې د جزیاتو په اړه نور معلومات نه دې ورکړي.

-------------------

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خبرداری ورکړی چې د لانجمن کشمیر په اړه د هندوستان وروستي کارونه به په هند او نړۍ کې د مسلمانانو ترمنځ توندلاریتوب زیات کړي.

عمران خان د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په سرښار مظفر اباد کې د زرګونو کسانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، کله چې تاسو انسانان یوې خواته کړئ او کله چې تاسو هغوی دیوال خواته ټېله کړئ نو هغوی سخت دریځه کېږي.

هغه همدارنګه په ځینو هغو مسلمانو حکومتونو باندې هم په غیر مستقیمه توګه نیوکې وکړې چې په کشمیر کې د هند د کړنو ملاتړ کوي او یاې هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

وروسته له هاغې چې په اګسټ کې د هندوستان لخوا د کشمیر ځانګړی حیثیت ختم کړای شو نو په ډلي کې د عربي متحده اماراتو سفیر احمد البنا ویلي وو،

مونږ تمه لرو چې له دغه بدلون سره به په هندي کشمیر کې ټولنیز عدالت، امنیت او په سیمیز حکومت باندې د خلکو باور زیات شي.

------------------

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اروپا ته ګواښ کړی چې د کډوالو بار ته به اوږه ورکوي او یا به د کډوالو د نوي بهیر سره مخ کېږي.

اردوغان دغه خبرې په داسې وخت کې کړې دي چې ترکیه د سوريې څخه د کډوالو د راتګ د نوي بهیر څخه په وېره کې ده.

په ورته وخت کې د اردوغان له دې سره خبرو سره په یو وخت کې یونان ته له ترکیې څخه د کډوالو په ورتګ کې هم زیاتوالی راغلی.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو لوی کمېشنر ویلي، دي چې یواځې په اګسټ کې یونان ته ۸۱۰۰ کډوال رسېدلي دي.

په ۲۰۱۵ کال کې نږدې اته لکه کډوال له ترکیې څخه یونان ته د سمندر له لیارې رسېدلي وو او بیا له یونان څخه ټولې اروپا ته په ځانګړي توګه جرمني ته کډه شوي وو.

--------------

ټاکل شوې ده چې د ترکی، ایران او روسیې ولسمشران به د ګل یا دوشنبې په ورځ په انقره کې سره وویني تر څو د سوریې او د یاغیانو د وروستي ښار ادلب په اړه سره خبرې وکړي.

د سوریې د رژيم ځواکونه ګواښ کوي چې ادلب به ونیسي خو انقره د بشري ناورین د رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړی.

درې واړه مشران د استانې د بهیر په دوام سره کښیني چې موخه یې د سوریې د کورنۍ جګړې لپاره د حل لارې چارې موندل دي.

----------------

د عراق حکومت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، دوی هغه ښځه په عمري قید باندې محکومه کړې کومې چې له داعش ډلې سره د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو په جوړولو کې مرسته کړې ده.

د عراق د کورنیو چارو وزارت دغه ښځه د ابرار کوبیسي په نامه یاده کړې او ویلي یې دي چې نوموړې د داعش له هغې ډلې سره مهم رول لوبولی چې غوښتل یې کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې جوړې کړي.

د عراق استخباراتي چارواکو د دغې ښځې د نیولو د نېټې په اړه څه نه دي ویلي.

----------------

د جنوبي سوډان او سوډان مشرانو دا منلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله به پرانیزي تر څو د سوداګرۍ او د خلکو په تګ راتګ کې اسانتیاوې برابرې شي.

دغه تړون د سوډان د نوي لومړي وزیر عبدالله حمداک او د جنوبي سوډان د ولسمشر سلوا کیر لخوا د زیارت یا پنجشنبې ناوخته لاسلیک شوی وو.

دا تړون ځکه مهم ګڼل کېږي د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډې پولې باندې اکثره لارې د اوږدې مودې راهیسې تړلې وې چې له امله یې سوداګري هم په ټپه درېدلې وه.

---------------

چین ویلي دي، دوی به د امریکا په سویابینو، د خنزیر پر غوښو او نور فارمي او کرنیزو توکو باندې ټکسونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکې میاشتې له خبرو څخه مخکې لېرې کړي.

دغه اعلان د جمعې په ورځ د چین د شینوا خبري رسنۍ لخوا خپور شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښه نیت په توګه له خبرو مخکې ښودل کېږي.