په کابل کې له ملت پاله ګوندونو سره د امن جرګه کېږي

د روانې میاشتې له ۱۸ نېټې څخه د پیلېدونکې درې ورځنۍ کابل امن جرګې نه د امن لپاره مذاکراتو او هڅو د بیا شرو کېدو هېلې پیدا شوي دي.

د عوامي نشنل پارټۍ جنرال سکرټر میا افتخار حسین په دې اړه وايي، د پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان به د پاکستان د مشرانو او افغان صدر اشرف غني به د افغانستان له طرفه په دغه کانفرانس یا د امن جرګې کې مشري کوي او وايي ددې جرګې یا کانفرانس اجنډه امن دی.

"له نوم نه یې واضحه ده چې د امن په اړه ټوله خبره ده. ددې سیمې او د هاغې سیمې ټول مشران یې پکې راټول کړي دي. ماحول داسې دی چې د مشرانو نظر هم پکې وګوري، چې دا مسله اسانه او حل شي."

په افغانستان کې د پښتنو سیاسي مشرانو د امن دغه جرګه په داسې حال کې کېږي چې د تېر کال راهیسې د طالبانو او امریکا ترمنځ روان مذاکرا په دې وروستیو کې ودرول شول.

د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د طالبانو لخوا د روان تاوتریخوالي له امله دغه خبرې ختمې کړې دي.

میا افتخار حسین وايي، پښتنو سیاسي مشرانو ته دا موقع ترلاسه شوي چې په امن خبره وکړي.

هغه وايي، جنګ چرې هم د مسلې حل نه دی او له مذاکراتو سره امن راتلای شی او دا مذاکرات څه ډول په کار دي په دې اړه باید خبرې وشي.

"مونږ وایو چې دوه خبرې ډېرې لازمې دي. اوس خو یو برېک ولګېدو او دوی وایي چې دا ختمې شوې. خو مونږ وایو چې یو خو دې مذاکرات ژر تر ژره بېرته شرو کړي. ځکه چې په جنګ مسلې نه حل کېږي بلکه مذاکرات یې حل دی. د مذاکراتو لپاره هم دوه خبرې لازم دی چې دې کې به د افغان حکومت شمولیت لازم وي. دوهمه خبره داده چې اوربند به کوي. دا نه چې مذاکرات روان دی او دوی بریدونه کوي او دریمه خبره دا ده چې ددې مذاکراتو په نتیجه باید داعش ته هم یوه لاره وي."

په کابل کې کېدونکې د امن دې جرګې که به د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب خان شېرپاو هم ګډون کوي.

ددغې پارټۍ یو غړی هاشم بابر وايي، تر څو چې په افغانستان کې امن نه وي راغلي نو په پاکستان کې به هم د امن مسلې وي او له داسې غونډو سره د امن امید کیدی شي.

"زمونږ پارټي چې افغانستان ته روانه ده نو هدف یې دا دی چې دوی له یو بل سره کښیني، مشورې وشي او د افغانستان د مسلې لپاره یو حل راوځي."

د افغانستان په سیاسي او پوځي چارو کې یو کارپوه فضل الرحیم مروت وايي، په کار وه چې د امن دا جرګه یا کانفرانس ډېر مخکې رابلل شوی وی.

د پښتنو سیاسي ګوندونو ته دا غوښتنه په کار ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې د پښتنو اواز چېرته وو خو وايي چې اوس هم مذاکراتو ته ناسته په کار ده.

"اوس هم دوی ته پکار داده چې هلته دا خبره وکړي چې راشئ راسره کښینئ. داعش ماعش له منځه اوباسي. دا بهرني قوتونه چې کوم دي دا به له منځه وځی. په کابل کې باید په واضحو ټکو دا ټولې پرېکړې وشي چې ددې نقصان به پښتون ته نه رسي افغان ته به نه رسي او الیکشن دې وشي او الیکشن ته دې دوی رامیدان ته شي. په اوټونو باندې به پابندي وي. که څوک وايي په ټوپک به واک چلوم نو دا خو بدمعاشي ده."

د افغانستان سر ښار کابل کې کېدونکې امن جرګې نه په افغانستان کې د امن لپاره بیا هیلې راپیدا شوي او پښتنو سیاستوالو او افغان حکومت ته یو موقع هم ترلاسه شوې چې د امن په هڅو کې دې خپل اواز او غوښتنې هم راپورته کړي.