اشرف غني وایي دطالبانو جګړه د افغانستان دخلکو پر وړاندې ده

دافغانستان ولسمشر اشرف غني وایي دطالبانو جګړه د افغانستان د خلکو پر وړاندې ده او د هغوی له وژلو او د عامه تاسیساتو له ویجاړولو پرته بل کار نه لري.

د پنجشنبې په ورځ زابل کې د شوي ځانمرګي برید دغندنې په اړه خپل یو بیان کې ښاغلي اشرف غني ویلي طالبانوچې زموږ له زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مقابلې توان له لاسه ورکړی، په عامه ځایونو کې بزدلانه تروریستي بریدونه کوي

افغان چارواکي وایي د زابل په مرکزي ښار کلات کې د زیارت په سهار دطالبانو لخوا په شوي موټري ځانمرګي برید کې لږ تر لږه۱۵ کسان وژل شوي اؤ۶۶ نور ژوبل شوي دي.

طالبانو ویلي غوښتل یې دغه برید کې دملي امنیت د ریاست وداني په نخښه کړي خو د زابل د والي ویاند رسنیو ته ویلي چې برید کې د ولایت روغتون په نخښه شوی اؤ‌ په پشپړ توګه تباه شوی دی اؤ ټول پکې ملکي خلک وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي.

ولسمشر اشرف غني اړونده مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د دې تروریستي پېښې ټپیانو ته د رسیدګي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي .

هغه پېښه کې د وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو کورنیو سره خواخوږي ښکاره کړې اؤ دهغوئ د روغ صحت دعا یې کړې ده.

په دې وروستیو کې چې امریکا طالبانو سره دسولې خبرې ودرولي افغانستان کې طالبانو دخپلو ترهګریزو بریدونو لړۍ بیا چټک کړې اؤ سه شنبې په ورځ هم په دوؤ بیلابیلو سیمو کې د چاودنو له امله ۴۸کسان وژل شوي اؤ‌ په شلګونو نور ژوبل شوي وؤ.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ ولسمشر اشرف غني دعوه کړې وه چې په طالبانو دافغان ځواکونو بریدونه چټک شوي اؤ‌ یوازې په یوه اوونۍ کې د۲۰۰۰ طالبان وژل شوي دي.