د پاکستان د بلوچستان صوبې افغانستان سره په پوله پروت چمن ښار کې يوه چاؤدنه کې د جمعيت علمااسلام ف ګوند د يو ځايي مشر په ګډون لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي.
چارواکو ويلي چاؤدنه د چمن په ښار کې مازيګر شوې او د جمعيت علمااسلام ف ځايي مشر مولانا محمد حنيف پکې په نخښه شوی دی.
د چارواکو په وېنا مولانا حنیف په چاؤدنه کې ژوبل شوی او کوټې ته روغتون ته په لار يې ژوند د لاسه ورکړی دی.
د سيمې نه د ډيوه خبريال نعمت الله سرحدي خبر راکوي چې د چاؤدنې له امله په ځاي د يو ۱۲ کلن ماشوم په ګډون دوه تنه وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو.
نوموړی د روغتون د چارواکو له قوله وايي د چاؤدنې له امله ۱۷ ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي دي.
پوليس ویلي د ابتدايي مالوماتو له مخې مولوي حنيف ته په موټر سايکل کې بارودي مواد اېښودی شوي او چې کله مولانا د خپل دفتر څخه ووتو په لار روان ؤ چاؤدنه پرې شوې ده.
پوليس وايي په څرګند ډول چاؤدنه هم په مولوي حنيف شوې ده او نورې پلټنې پېل کړی شوي دي.