د پي ټي اېم دوه نور بنديوان غړي خوشي شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) دوه نور بنديوان غړي د زندان څخه خوشي کړی شوي دي. دا دواړه کسان د سائبر کرايم يا انټرنېټ د لارې د جرمونو په تور کې نيول شوي وو.

د پي ټي اېم مخکښ مشر عبدالله ننګيال بېټني وي او ای ډیوه سره په خبرو کې پخلی وکړو چې نن د خالي، شنبې په ورځ ډاکټر عبدالحيې وزير او اسماعيل مسيد د زندان څخه په ضمانت خوشي شو.

بېټني وويل اسماعيل مسيد د اسلام اباد نه او عبدالحيې وزیر د پېښور نه يوه مياشت وړاندې په سايبر کرايم کې نيول شوي وو.

د دوي ضمانت پرون منظور شوی او نن خوشي شو.

د پي ټي اېم ترمخه د غورځنګ په نورو بنديوانو کسانو کې د منظور پشتین نزدې ملګری بلال پشتین، د علی وزیر د تره زامن عارف وزیر او انور وزیر، د قاید اعظم پوهنتون ایم فل سکالر جمشېد وزیر ،ملا بهرام، ملا طاهر، شاه فېصل غازي، حنیف پشتین،مصطفی پشتین، شیراز مهمند،کاکا شفیع ترین، قاسم اچکزی، دوست محمد، علي بابا، ناظم ظاهر شاه نورزی او شیرنواز مچن خیل شامل دي.

د پی ټي اېم مشر منظور پشتین بیا بیا تکرار کړې چې د ملګرو د نيولو په څېر خنډان د دويې پرامنه او ائيني مبارزې څخه نه شي په شا کولی.

هغه ويلي په خپله په ده باندې نزدې د ۳۰ پورې مقدمې درج جوړې کړی شوي دي.

منظور پشتين ویلي د دوي مبارزه او غوښتنې يې ائيني دي او د دوي غوښتنو ته په خپله وزیراعظم عمران خان او پوځ جايزې ويلي دي.