د وړومبي افغان په صفت زلمي سندرغاړي شمالي افغان "کوک اسټوډیو" څخه پښتو سندرې ویلي

شمالي افغان کوک اسټوډيو

د ښې موسیقۍ راجوړولو دپاره په نړیواله کچه مشهورې پاکستاني ادارې” کوک اسټوډیو ته په وړومبي ځل یو ځلمي افغان سندرغاړي شمالي افغان لار پیدا کړې ده اؤ دموسیقۍ ددې ادارې د۱۲م سېزن په سندرو کې پخپل خوږ غږ دپښتو سندره ویلې ده.

شمالي افغان د پښتو دکلاسیکي موسیقۍ دستر استاد ښاغلي شاه ولي افغان زوئ دی چې په ګرده نړۍ کې دخپل خوږ غږ بې شمیره مینان لري.

تر دې وړاندې کوک اسټوډیو د خپل ۱۱م سیزن په سندرو کې دپښتو دفولګلوري موسیقۍ سترې هنرمندې زرڅانګې ته موقعه ورکړې وه اؤ دهغې په غږ کې یې په وړومبي ځل په اردو ژبه د فیض احمد فیض نظم مشهور نظم "ہم دیکھیں گے" ریکارډ کړی ؤ.

ځوان سندرغاړی شمالي افغان وایي کوک اسټوډیو نه په پښتو ژبه سندرې ویل هغه دځان دپاره یو ستر ویاړ ګڼي ځکه چې په وړومبي ځل یې دغلته دیو پښتون افغان په صفت دخپل هنر ښودنه کړې ده.

کوک اسټوډیو دخپلو دې تازه سندرو پرومو یا لنډیز هم خپور کړی چې د شمالي افغان ترڅنګ پکې یو شمیر نور پاکستاني هنرمندان هم په سندرو ویلو لیدل کیږي خو دا سندرې یې لا نه دي ریلیز کړي.

شمالي افغان وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي هغه دخپل پلار په غږ وړاندې ویل شوې یوه زړه پښتو سندره په کلاسیکي انداز دعصري سازونو سره ویلې ده اؤ هیله ده دا سندره به په موسیقۍ پوهیدونکي خلک ډیره زیاته خوښه کړي.

شمالي افغان وایي هغه د کوک اسټوډیو څخه ویلې سندره یې مسته یا شوخه ده خو هغه پکې کلاسیکل انداز خپل کړی دی اؤ ډير زیات محنت یې پرې کړی ځکه نو ډاډه دی چې مینه وال به یې خوښ کړي.

دشمالي افغان د وینا له مخې کله چې یې دا سندره په کوک اسټوډیو کې ریکارډ کوله نو دموسیقۍ استاذانو اؤ هنرمندانو دهغه ډیره زیاته ډاډګیرنه وکړه اؤ ډیرو خو ورته تر دې حده وویل چې هغوئ یوازې دهغه په لیدلو اؤ غږ اوریدلو پسې کوک اسټوډیو ته ورغلي اؤ دا ډیره حیرانونکې ده چې دافغانستان څخه یو کم عمره زلمی تر کوک اسټوډیو خپل غږ رارسوي.

د امریکا غږ ډيوه سره د شمالي افغان نورې خبرې لاندې اوریدلی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

ډيوه سره دشمالي افغان خبرې اترې