محمودخان:پخپله ژمنه ولاړ یم،مولانا فضل الرحمان به رانه اسلام اباد ته لاړ نه شي

دخیبر پښتونخوا وزیراعلي محمود خان وایي اسلام اباد ته دمولانا فضل الرحمان دتګ کومه ژمنه چې یې کړې په هغې ولاړ دی اؤ مولانا فضل الرحمان ته به په عمل کې وښایي چې څنګه اسلام اباد ته احتجاج دپاره دهغه دتګ مخه نیسي.

خو مولانا فضل الرحمان ویلي اوس په هیواد کې دناجائزه حکومت ړنګول ضروري شوي اؤ هغه به په ۲۷م اګست دلګونو خلکو سره اسلام اباد ته د احتجاج دپاره ورځي.

دنهې په ورځ یوې دستورې ته پخپله وینا کې وزیراعلی محمود خان ویلي مولانا فضل الرحمان بې روزګاره شوی اؤ که هغه ته د روزګار ضرورت وي نو دخیبر پښتونخوا حکومت ورته روزګار ورکولو ته تیار دی.

هغه وویل څنګه چې یې دبشام په جلسه کې ژمنه کړې وه چې مولانا فضل الرحمان به په ۲۷م اګست داسلام اباد تګ ته نه پریږدي ،پخپله هغه ژمنه ولاړ دی اؤ مولانا ته به وښایي چې څنګه یې مخه نیسي؟

محمود خان وویل په اسلام اباد کې که مولانا فضل الرحمان ته احتجاج اړین ښکاري نو هغه چمتو دی چې په ډيره اسماعیل خان د اسلام اباد نوم کښیږدي اؤ مولانا فضل الرحمان دې دغلته خپل احتجاج وکړي.

خو دجمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان بیا دپاکستان بیلابیلو رسنیو ته ویلي چې اسلام اباد ته دهغه د احتجاجي مارچ مخه هیڅوک نه شي نیولی اؤ په ۲۷م اکتوبر به هغه ارو مرو دخپلو لکونو پلویانو سره اسلام اباد کې دحکومت په ضد احتجاج کوي.

مولانا مولانا فضل الرحمان رسنیو ته ویلي دتحریک انصاف حکومت په ولس مسلط کړل شوی اؤ دوئ به ددې حکومت په ضد تر هغې ولاړ وي ترڅو چې یې دا حکومت ړنګ کړی نه وي.

هغه ویلي دوي د اسلام اباد د لاريون دپاره تګلاره جوړه کړې او د وخت وخت سره به یې روانه ساتي.

خو دخیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان بیا وایي چې دتحریک انصاف حکومت ډیر په بریالیتوب لاسته راوړنې کوي اؤ مخالف ګوندونه د تحریک انصاف دحکومت دبریالیتوبونو نه په ویره کې دی همدغه وجه ده چې دحکومت دکامیابیو دمخې نیولو ناکامې هڅې کوي خو پخپلو هڅو کې به بریالي نه شي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د پاکستان د کونیو چارو وزير بريگېډير اعجاز شاه هم ویلي وؤ چې د جمعيت علماء اسلام په غوښتنه حکومت نه شي ختمېدی ځکه چې وایي ولس منتخب کړی دی.

هغه ویلي وؤ دوی فکر نه کوي چې مولانا فضل الرحمان به د اکتوبر پر 27مه اسلام آباد ته د احتجاج لپاره ورشي.

د جمعيت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي، د اکتوبر په 27مه د حکومت پر ضد ځکه د احتجاج اعلان کړی دی چې وایي د 2018م کال د جولای د 25مې د انتخاباتو په نتایجو کې د درغلۍ په بنیاد د تحريک انصاف ګوند حکومت په ټګۍ جوړ شوی دی.

نورو حکومت مخالف سياسي ګوندونو هم په دې احتجاج د جمعيت علما اسلام د سياسي ملاتړ خبره کړې ده خو دا تر اوسه نه ده واضح چې دوی به هم په دې احتجاج کې برخه اخلي که نه.