واشنګټن ــــ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیشن له خوا مخکې اعلان شوی وو چې د سپټمبر د 28مې نېټې د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستۍ رسمي نتیجې به اعلان کړي، خو پرون دې ادارې تایید کړه چې د ټاکنو نتیجې به نور وخت هم واخلي.
د ټاکنو د خپلواک کمېشن مشرې حوا علم نورستانۍ د خالي- شنبې په ماځیګر په کابل کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې د أفغانستان له خلکو له دې امله بخښنه وغوښته چې پر ټاکلي وخت یې نتایج اعلان نه کړل.
مېرمن نورستانۍ د ټاکنو د نتایجو د ځنډېدو جواز دا وړاندې کړ، چې وایي اداره یې غواړي چې د رایو شمېرنې بهیر نور هم په روڼوالي او شفاف ډول تر سره شي او د خلکو باور پر ځای کړل شي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېشن مشرې د خپل دفتر د کمپیوټر په مرکزي سرور کې د بایومېټرک رایو د شاملولو ستونځه او د رایو شمېرنې په مرکز کې د ولسمشرۍ دفتر د ټاکنیزو ټیمونو د استازو تر منځ لفظي شخړې او جنجالونه هم د نتایجو د اعلان د ځنډیدلو علتونو ګڼلي.
د کمېشن مشرې مېرمن نورستانۍ ژمنه وکړه چې د ټاکنو نتایج به ډېر ژر خپاره کړي خو ټاکلې نېټه یې ونه ښووله چې کله به وروستي نتایج وړاندې کړي، خو د کمېشن ځینو اعلی چارواکو د جمعې په ورځ له امریکا ږغ سره په خبرو کې وړاندوینه وکړه چې کېدای شي نتایج یوه اوونۍ نور وځنډېږي.
تر دې مخکې د انتخاباتو د خپلواک کمیشن ویاند میرزا محمد حق پرست، هم ویلي وو چې د بایومېټرک رایو په ګوته کول وخت ته اړتیا لري. هغه امریکا ږغ ته وویل چې د نوي پلان له مخې ټاکل شوې چې په دوه زره بایومېټریک مشینونو کې موجودې رایې مرکزي سرور ته انتقال شي او همدا شان جعلي او اصلي رایې سره جلا شي.
د فیفا په نوم د ازادو او عادلانه ټاکنو د څار د ادارې مشر یوسف رشید له امریکا غږ سره په خبرو کې اندیېنه وښودله، چې که د رایو د پلټنې کار همداسې دوام ومومي نو ممکن د لومړنیو نتایجو اعلان څو ورځې وځنډیږي.
د ټاکنو خپلواک کمشن ته نیژدې سرچینې دا ګڼي، چې په دغو ټاکنو کې د هغو رایې ورکوونکو شمېر، چې د بایومټریک له لارې یې خپلې رایې کارولي نږدې دوو میلیونو ته رسیږي، خو دا شمېر هم کره نه دی او کیدای شي د سمو او ناسمو رایو تر پلټنې وروسته په کې بدلون راشي.
د ولسمشرۍ د څلورمې دورې د ټاکنو نتایج په داسې وخت کې ځنډېدلي چې مخکې له مخکې پکې د خلکو پر کم ګډون او د درغلۍ نیوکې کېږي. تمه ده چې د انتخاباتو کمېشن له 2.7 میلینه کارول شویو رایو څخه نورې اووه لکه رایې هم له دې امله ناسمې اعلان کړي چې د ټاکنو په شرایو برابرې نه دي.
د ټاکنو د رسمي نتایجو تر اعلان مخکې دوو لومړنیو امیدوارانو ډاکټر عبدالله عبدالله او د اشرف غني د زیاتو رایو د اخیستو او د خپلې ګټې دعوه کړې، خو د انتخاباتو کمېشن له ټولو کاندیدانو غوښتي چې د خلکو رایو ته په درناوي سره د انتخاباتو کمېشن په کار کې لاسوهنه ونه کړي او پرېږدي چې دغه اداره پر خپل وخت رسمي نتایج اعلان کړي.