امریکې د افغانستان نه خپل ۲۰۰۰ سرتيري ويستي

امریکې په افغانستان کې موجود د خپل پوځ څخه ۲۰۰۰ سرتيري ويستلي دي، چارواکو ويلي دا پوځيان په تېر يو کال کې ويستل شوي دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل سکاټ ملر دغه خبره دګل په ورځ د امریکا د دفاع وزير مارک اېسپر سره ګډې خبري غونډې ته کړې ده.

ملر ويلي په تېر يو کال کې د افغانستان څخه د امریکا دوه زره سرتيري ويستل شوي د کوم سره چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۱۲۰۰ زرو ته راکم شوی دی.

تېر کال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۱۴۰۰ زره ؤ او په دغه مهال د طالبانو او امریکې ترمنځ د سولې خبرې هم پېل شوې وې.

طالبان په مذاکراتو کې په دې خبره ټينګار کوي چې امریکايي او بهرني ځواکونه دې د افغانستان څخه بهر شي.

د امريکې د دفاع وزير د کابل په خپل سفر کې د افغان مشرتابه سره ليدلي او د افغانستان د ملاتړ ژمنه یې ورسره تکرار کړې ده.

جنرل ملر د ګل په ورځ د کابل سفر کړی او افغان چارواکو سره يې ليدلي دي.

نوموړي په افغانستان کې د سياسي جوړ جاړي خبره هم کړې ده.