په چمن کې د کندهاري انارو د بیو ټیټوالي د مېوو تاجران تاواني کړي

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار سره او خواږه انار سږ کال پاکستان ته ډېر راوړل کېږي خو تاجران وایي چې د لارو د بندښت او پر وېش پوله د ټیکس د زیاتوالي له امله د انارو بیې را لوېدلې دي.
په چمن کې د مېوو تاجران وایي، تېر کال به د انارو یو کاټن په شاوخوا پینځلس سوه روپۍ خرڅېده خو سږ کال له پینځو تر نهو سوو پورې خرڅېږي چې وایي له کبله یې دوی تاواني شوي دي.