په بلوچستان کې پر ایراني تېلو حکومتي بندیز ګڼ شمېر خلک بې روزګاره کړي

Your browser doesn’t support HTML5

په بلوچستان کې د ایراني تېلو له خرڅلاو سره د زرګونو خلکو روزګار تړلی وو، خو پر ایراني تېلو د حکومتي بندیز له کبله په دې ایالت کې ګڼ شمېر خلک بې روزګاره شوي دي.

پر ایراني تېلو له بندیز سره په پټرول پمپونو کې د پاکستان تېلو خرڅلاو زیات شوی دی خو د ټیکسي موټرو چلوونکي وایي د دغو تېلو د ګرانۍ له کبله دوی ته مناسبه مزدوري نه ور پاتېږي.