پاکستان کې په دویمه ورځ هم دحکومت دمعاشي تګلارو په ضد دتاجرانو کار بندیز دوام لري

پاکستان کې دحکومت دمعاشي تګلارو په ضد نن په دوهمه ورځ هم په ګرد هیواد کې کاروباریانو خپل کار بندیز ته دوام ورکړی اؤ غوښتنه کوي چې حکومت باید داضافي ټیکسونو دبیرته اخستلو ترڅنګ د۵۰ؤ زرو روپو په لین دین دشناختي کارډ شرط ختم کړي.

خو دهیواد دخزانې وزیر حفیظ شیخ هیله ښودلې ده چې نن به د کاروباریانو سره دخبرو اترو دلارې د کاربندیز جنجال هوار کړي.

په دې وروستیو کې دپاکستان حکومت په کاروباریانو یو شمیر ټیکسونه لګولي اؤ ددې ترڅنګ ورته ویل شوي چې په چا دیو پنځوسو زرو روپو پورې سود سودا پلوري دهغوئ نه به شناختي کارډ غواړي چې په دې کاروباري ورورولي دحکومت په ضد راپاریدلې اؤ د نهې د ورځې نه یې ګرد هیواد کې دوه ورځنی کار بندیز کړی دی.

دال پاکستان انجمن تاجران اؤ مرکزي تنظیم تاجران پاکستان په نوم دسوداګرو تنظیمونو پخپلو بیانونو کې ګواښ کړی چې که چرې حکومت ددوئ غوښتنې ونه منلې نو هغوئ به خپل کار بندیز نور هم وغځوي.

دپاکستاني میډیا د راپورونو له مخې دا مهال په پېښور،کوټه،کراچۍ،اسلام اباد،لاهور اؤ دهیواد یو شمیر نورو لویو اؤ وړو ښارونو کې کاروباري مارکیټونه اؤ دوکانونه تړل شوي اؤ سوداګرانو ځائ پځائ دحکومتي معاشي تګلارو په ضد احتجاجي کیمپونه لګولي دي.

دپېښور په چوک یادګار بازار کې په احتجاجي کیمپ کې ناست د سوداګرانو دسازمان یو تن مشر حاجي غواث وائس اف امریکا ډيوه ته ویلي حکومت پخپلو ناقصو معاشي پالیسو دکاروبار بیړه تباه کول غواړي خو تاجران به ددې اجازه کله هم ورنکړي.

حاجي غواث وایي په خیبر پښتونخوا صوبه کې وړاندې نه تاجران دهشت ګردۍ،بدامنۍ اؤ درنو ټیکسونو ځپلي اؤ په سوونو کارخانې دا وخت بندې پرتې دي خو ددې دپاسه چې اوس حکومت کوم نوي ټیکسونه لګولي نو دا دتاجرانو دمعاشي قتل عام نه سیوا هیڅ معنا نه لري.

هغه وویل تر څو چې د۵۰زرو روپو په لین دین دشناختي کارډ شرط اؤ اضافي ټیکسونه بېرته نه وي اخستل شوي دتاجرانو احتجاج به روان وي.

د پېښور د سوداګرو د اتحاديې مشر مجيب الرحمان وايي "حکومت چې د نړيوالي مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د انکم ټېکس کومه پاليسي جوړه کړې ده دوی هغه ردوي او هغه دوی ته قابل قبول نه ده او معاشي قتل يې ګڼي".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل "په دې پاليسۍ کې ويل شوي چې څوک د ۵۰ زره روپو سودا وکړي د هغه نه دې شناختي کارډ واخيستی شي نو په پېښور کې د يوې زنانه دپاره څنګه ممکنه ده چې شناختي کارډ ورکوي".

هغه زیاته کړه دوی د حکومت نه غوښتنه کوي چې د سوداګرو سره کښېني او يو ځل د ټېکس سمه پاليسي جوړه کړي "مونږ درې زره روپۍ ټېکس ورکوؤ او دوه زره وکيل ته ورکوؤ پکار ده چې د ټېکس يوه پاليسي وي او پينځه زره دې په يو ځای واخلي".

بلخوا دپاکستان دخزانې مشیر حفیظ شیخ خبریالانو ته ویلي چې نن دچهارشنې په ورځ یې د تاجرانو دمرکزي تنظیم د مشرانو سره لیدنه کړې اؤ دهغوئ مطالبات یې اویدلي دي.

هغه هیله ښودلې چې حکومت به نن دتاجرانو سره ټولې معاملې هواري کړي اؤ یوه داسې لاره به راوباسي چې سوداګران هم خوشحاله شي اؤ حکومت مقصدونه هم سرته ورسیږي