د وزيراعظم عمران خان د ځوانانو د چارو مرستیال عثمان ډار د پښتنو په اړوند په خپل بيان بخښنه غوښتې او ويلي يې دي خپل الفاظ يې بيرته اخيستي دي.
عثمان ډار د مولانا فضل الرحمان او مخالفه ګوندونو ازادي مارچ ته د ځواب ويلو دپاره داسې مثال وړاندې کړی ؤ، " اکثره چې پښتانه په لارو کوڅو کې ګرځي او د ۵۰۰ روپو کمبل په ۵۰ ورکړي او بيا ځي".
د ډار نه د پاکستان په يو شخصي ټيلي ويژن (اېکسپرېس) باندې پوښتنه شوې چې د ازادي مارچ د احتجاج کوونکو سره به څه کوئ، دوی ته به څه ورکوئ چې مطمئن شي او لاړ شي؟
هغه يې ځواب په دې ټکو کې ورکړی ؤ چې د مولانا د ازادي مارچ پای به هم په دې ډول کيږي لکه،
"چې پښتانه اکثره په لارو کوڅو کې ګرځي او د ۵۰۰ روپو کمبل په اخره کې په ۵۰ روپۍ ورکړي".
په ټولنيزو رسنيو د عثمان ډار دې بيان ته سخت غبرګون ويل شوی او د پيپلز ګوند سېنېټرې روبينه خالدپرې په سېنېټ کې تحریک استحقاق هم جمع کړی ؤ.
ډار بيا په ټویټر ويلي ټول پاکستاني ورته د عزت وړ دي او هغه په ياد پروګرام کې خپلې کړې خبرې بيرته اخستي او د او د پښتنو يې پرې بخښنه غوښتې ده.