واشنګټن ــــ د حقاني ډلې او افغان طالبانو درېواړه کسان چې د کابل امریکایي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې خوشي شوي یو د حقاني ډلې د بنسټ ایښودونکي جلال الدین حقاني زوی او بل په قطر کې د طالبانو د یوه مشر ورور دی.
انس حقاني د 2014م کال په اکتوبر کې نیول شوی، چې د جلال الدین حقاني کشر زوی او د دې ډلې د اوسني مشر سراج الدین حقاني کشر میرنی ورور دی. افغان خبریال سمیع یوسفزی وایي چې انس حقاني د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې زېږېدلی دی.
که څه هم د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي، انس حقاني یې په خوست کې نیولی وو، خو نیویارک ټایمز ورځپاڼه د امریکایي چارواکو له خولې ویلي وو چې انس حقاني او حافظ رشید په یوه خلیجي هېواد کې نیول شوي او بیا افغانستان ته سپارل شوي وو، خو د هغه خلیجي هېواد نوم یې نه دی په ډاګه کړی.
انس حقاني په حقاني ډله کې پخوا دومره مشهور نه وو، خو تر 2014م کال لږ مخکې هغه وخت زیات مشهور شو چې په خلیجي هېوادونو کې یې د حقاني ډلې لپاره چندې پیل کړې او د دې ترهګرې ډلې د پروپیګنډې او ځینو سټرېټیجیکو پرېکړو کې یې برخه واخیسته.
له انس حقاني سره یو ځای یو بل خوشي شړی تن حاجي ملي خان نومېږي چې د والي خان زوی په خټه ځدراڼ او د خوست اوسېدونکی دی. ویل کېږي چې نوموړی د حقاني ډلې د مالي چارو پخوانی مسئول او د سراج الدین حقاني ماما دی.
د درېیم شوي تن حافظ رشید عمري په اړه ویل کېږي چې هغه هم له یوې وتلې جهادي کورنۍ څخه دی او افغان استخبارات وایي چې دې وسلوال قومندان به ځانمرګي بریدګر برتي کول، هغوی ته یې روزنه ورکوله، ډیورنډ کرښې ته نیزدې یې ساتل او خپل هدف ته به یې لېږل.
حافظ عبدالرشید د محمد زوی او د محمد نبي عمري ورور د خوست اوسېدونکی دی چې په 2013م کال کې له هغو 5 طالب قومندانانو څخه وو، چې امریکې له ګواتانامو زندانه خوشي کړل او قطر ته یې ولېږل.
محمد نبي عمري په 2002م کال کې نیول شوی وو او تر شاوخوا دوولس کلن بند وروسته د امریکایي عسکر بوو بریګډال د خوشي کولو په بدل کې له څلورو نورو طالب قومندانانو سره خوشی شو.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان استخباراتي چارواکو له خولې لیکلي چې حافظ عبدالرشید عمري د پاکستان د پنجاب صوبې په چکوال ښار کې اوسېده. چکوال هغه سیمه ده چې د پاکستاني پوځ د عسکرو د ګومارلو لپاره مشهوره ده.