د ولسمشر ټرمپ د مواخذې په بهیر کې به نهه شاهدان وړاندې کېږي

جنېفر ویلیم او الیکزانډر وینډمن

ټاکل شوې ده چې د امریکا د استازو د جرګې د استخباراتو کمېټه به نن د نهې یا سې شنبې په ورځ د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مواخذې په بهیر کې د ملي امنیت له لوړ پوړو چارواکو پوښتنې وکړي.

په راپور کې راغلي دي چې د امریکا د ملي امنیت دغو چارواکو په جولای میاشت کې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د یوکراین د ولسمشر ویلادمیر زیلینسکي ټیلیفوني خبرې اورېدلي دي.

تمه ده د استازو د جرګې د استخباراتو کمېټې ته به د ولسمشر د مرستیال مایک پېنس همکاره جینفر ویلیمز او د ملي امنیت په شورا کې د یوکراین د برخې لوړ پوړی کارپوه الیکزانډر وینډمن خبرې وکړي.

دواړو ددغو ټیلیفوني خبرو په اړه چې اندېښنه څرګنده کړې کومې چې د ولسمشر د مواخذې په بهیر کې اصلي مسله ګڼل کېږي.

د ولسمشر ترمپ د مواخذې لپاره په دې اړه پلټنې کېږي چې ایا ټرمپ په رښتیا هم په یوکراین باندې فشار راوړی وو چې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د هغه په سیال جو بایډن په اړه دې پلټنې وکړي.

ماسپښین مهال به یاده کمېټه یوکراین ته د امریکا له پخواني ځآنګړي استازي کرټ واکر او د اروپا او روسیې په چارو کې جګ پوړی مشر ټیم موریسن هم خبرې وکړي.

ټیم مورېسن تېره میاشت د ملي امنیت له شورا څخه استعفا ورکړې وه.

ټرمپ د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي و چې دی به د خپل ځان په اړه د استازو د جرګې د استخباراتو کمېټې ته په لیکلي توګه سپیناوی ورکړي.

ټرمپ ویلي، که څه هم ده کوم غلط کار نه دی کړی او نه غواړم دې جعلي لړۍ ته کوم اعتبار ورکړم خو ددې په خاطر چې کانګرس بیا په خپلو چارو بوخت شي نو زه به هم پرې کار وکړم.

ظاهرا ټرمپ دغه خبره په خپل ټوېټر باندې د استازو د جرګې مشرې نینسې پیلوسي د هغو خبرو په ځواب کې کړې د چې ویلي وه ولسمشر کولای شي راشي او کمېټې ته خپل سپیناوی وکړي.

ننۍ اورېدنې هم د ولسمشر د مواخذې په لړۍ کې د هغو اورېدونو په دوام ترسره کېږي چې تېره اونۍ پیل شوې وې.

ټاکل شوې ده چې ټولټال نهه شاهدان به په کانګرس کې د استازو جرګې ته په دې اړه خپل معلومات ورکړي.