ولسمشر ټرمپ: د سولې په خبرو کې د افغان حکومت سرپرستي او شمولیت لازم دی

واشنګټن ـــ د افغانستان او امریکې ولسمشرانو نن په ټلیفون خبرې کړې او دواړه پکې په افغانستان کې د داعش په ضد د وروستیو عملیاتو او د افغان سولې بهیر په اړه ږغېدلي دي.

د افغان ولسمشر د دفتر رسمي ټویټر پاڼې لیکلي چې ولسمشر غني دا مهال د متحده عربي اماراتو په سفر دی او نن د پنجشنبې- زیارت په ماښام یې له ولسمشر ټرمپ سره خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر غني د افغان حکومت د سولې د پلان په اړه هم- چې اووه مادې لري- د امریکې ولسمشر ته معلومات ورکړل چې په مقابل کې ښاغلي ټرمپ د سولې په خاطر د بنیادي شرط په توګه پر حتمي جنګ بندۍ ټینګار وکړ او وې ویل:

"د دې لپاره چې د سولې پروسه بریالۍ شي، پکې د افغان حکومت سرپرستي او شمولیت حتمي دی او باید سر له اوسه پیل شي".

پخپله ولسمشر ټرمپ او سپینې ماڼۍ تر اوسه د دغو ټلیفوني خبرو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ولمسمشر غني له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وایي، ولسمشر غني صدر ټرمپ ته په ننګرهار ولایت کې د داعش وسلوالې ډلې په ضد د وروستیو پرمختګونو او دې ډلې ته د ماتې ورکولو په اړه معلومات ورکړي چې وایي ولسمشر ټرمپ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دا هڅې ستایلې دي.

خبرپاڼه وایي د دغو ټلیفوني خبرو په پای کې ولسمشر ټرمپ خپل افغان سیال ته بلنه ورکړه چې امریکې ته یو رسمي سفر وکړي.

وایي افغان ولسمشر یې بلنه منلې خو دا یې نه دي ویلي چې هغه به کله دا سفر کوي او د سفر ځانګړې ایجنډا به یې څه وي.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ نن د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره هم ټلیفوني خبرې کړې او په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو په خوشي کېدو کې یې د پاکستان مرسته ستایلې ده.