د شکایتونو کمېشن: د ولسمشریزو ټاکنو لس زره شکایتونه ورته رسېدلي

په افغانستان کې د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د شکایتونو د کمیسیون چارواکي وايي، د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په اړه ورته د څلورو نوماندانو لخوا شا اخوا لس زره شکایتونه رسېدلي دي.

په دغو څلورو کسانو کې مخکښ نوماند اشرف غني، عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل شامل دي.

د ښاغلي اشرف غني د دولت جوړونې په ټاکنیز ټیم کې د حقوقو او څارنې د برخې یو کارکونکي سید خالد سادات امریکا غږ ډیوې ته د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې یواځې د دوی ټیم ۳۷۶۱ شکایتونه سپارلي دي.

همدارنګه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټېم هم رسنیو ته ویلي، چې شاوخوا څلور زره شکایتونه یې ثبت کړي دي.

د دوه نورو ټاکنیزو ډلو لخوا تر اوسه څه نه دي ویل شوي چې دوی په کوم شمېر شکایتونه راجستر کړي دي.

د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د تېرې ګل یا دوشنبې په ورځ په مرکز کابل او ولایتونو کې د درې ورځو لپاره د شکایتونو د رجسټرېشن یا ثبتولو بهیر پيل کړ.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون لخوا د ټاکنیزو شکایتونو ثبتولو بهیر نن د شورو یا چهارشنبې د شپې په ۱۲ بجو پای ته رسیږي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له‌مخې د شکایتونو ثبتولو د بهیر تر پای ته رسېدو وروسته به د شکایتونو د ارزولو بهیر پیل شي، چې شااوخوا ۴۰ ورځې وخت به ونیسي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تېرې اتوار یا یکشنبې په ورځ اعلان شوې، چې محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ فیصده په پوره کېدو سره اکثریت رایې ګټلي دي.

خو له نوموړي پرته نورو ټولو کاندیدانو د یادو پایلو له اعلان سره د مخالفت په ښودلو سره وویل، چې یادې پایلې نه مني.

په ټاکنو کې د اشرف غني ویاند امرالله صالح هم د شورو یا چهارشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پر وخت وویل، چې په یو شمېر زیاتو سیمو کې د دوی رایې نه دې شمېرل شوي او که دا پاتې رایې هم وشمېرل شي نو د دوی د ټیم رایې نږدې ۵۴ فیصدو ته رسېږي.