پاکستان: د صحت نړيوالې ادارې د پوليو په اړوند سفري بنديزونه تر درېو نورو مياشتو دپاره وغځول

د صحت نړيوالې ادارې ويلي په پاکستان کې د پوليو پېښې پرله پسې مخې ته راروانې دي ځکه په دې هېواد د پوليو په اړوند د سفري بندېزونو موده تر درې نورو میاشتو پورې غځولی شي.

په خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي د بېړني مرکز وياند ډاکټر نديم جان وايي دا سفري بندېزونه په دې معنی وي چې څوک هم د پاکستان نه بهر ځي که وړوکی وي او که لوی وي ښځه او نر وي بايد د تلو نه يوه مياشت مخکې د پوليو څاڅکي وڅکي او سند يا سرټيفيکېټ يې واخلي.

ډاکټر نديم جان وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، داسې نه ده چې څوک سفر نه شي کولی خو د صحت نړیواله اداره هغو ټولو ملکونو ته لارښوونه کوي چرته چې د پوليو وایرس شتون لري د دغو ملکونو نه د پوليو څخه پاک هېوادونو ته د سفر کولو نه وړاندې دې سفر کوونکو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي.

د پوليو په اړوند د پوهانو په وېنا د پوليو وايرس د هر عمر تن د ځان سره وړلی يا ګرځولی شي ځکه د صحت نړيواله اداره وايي د بهر هېوادونو د سفر نه وړاندې د پوليو ضد څاڅکي دې واچول شي چې هسې نه دا وايرس بل ځای منتقل شي.

ډاکټر نديم جان وايي د پاکستان په ټولو هوايي اډو د دوی کسان ناست وي بايد خلک هلته د پوليو څاڅکي واچوي او بيا يې کارډ يا سند ترلاسه کړي.

د نوموړي په وېنا په پاکستان د سفري بنديزونو موده د مارچ ۲۰۲۰ پورې غځول شوې ده.

دا ګام په داسې حال کې پورته کړی شوی چې په پاکستان کې د کال ۲۰۱۹ د پوليو د پېښو شمېره ۱۳۴ ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې پوليو تر ټولو زياتې ځپلې سيمې د خېبرپښتونخوا بنو او لکی مروت ضلعې دي.

په پاکستان کې د صحت د نړيوالې ادارې يو لوړ پوړی چارواکی ډاکټر سرفراز افريدي وايي دوی ته په ځانګړي ډول د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې دا ستونزه ورپېښه ده چې خلک د پوليو ضد څاڅکو د کمپاين په مهال ماشومان د څاڅکو څخه پټوي.

د پوليو د مخنيوي د پروګرام چارواکي دعوه کوي چې په ملک کې د پوليو پرضد وروستی کمپاين چې په دسبمر ۲۰۱۹ کې ترسره شوی هغه کامياب کمپاين ؤ ځکه چې په ټول ملک کې يواځې دوه لاکه ماشومان د پوليو څاڅکو څخه پاتې شوي کومه شمېره چې د اګست په مياشت کې دوه نيم ملينه وه.

د پوليو د مخنيوي د پروګرام چارواکي وايي تازه چې د پوليو کومې پېښې مخې ته راغلي په دغو علاقو کې به د پوليو څاڅکو خصوصي کمپاين چلولی شي.