په خیبر پښتونخوا صوبه میشت افغان صنعتکاران اؤ تجاران وایي دوئ پاکستان ته دکاروبار اؤ ټیکسونو په مد کې هرکال په میلینونو ډالر ګټه رسوي خو پاکستان کې ورته تر اوسه پخپل نوم دکاروبار کولو اؤ جائیداد اخستلو حق نه دی ترلاسه.
په پېښور کې دافغانستان نوي قونصل جنرال ښاغلي نجیب الله احمدزي افغان سوداګرو ته باور ورکړی چې هغه به د افغان تجارانو ستونزې په ترجیجي اساس د پاکستان اؤ افغانستان اړونده مقاماتو سره راپورته کړي اؤ دحل لارې به یې ولټوي.
د دوشنبې په ورځ په پېښور کې دافغانستان نوي قونصل جنرال ښاغلي نجیب الله احمدزي دافغان صنعتکارانو اؤ تجارانو یوه درنه غونډه رابللې وه ترڅو دهغوئ دستونزو نه ځان خبر کړي اؤ هواري ته یې په مشورې سره یو معقوله لاره ولټوي.
پاکستان ولې افغان تجارانو ته اسانۍ نه ورکوي؟
په خیبر پښتونخوا کې دمهاجرینو رئیس ښاغلي عبدالحمید جلیلي دغې دستورې ته پخپله وینا کې ویلي په نړۍ کې چې دنورو هیوادونو سوداګرو ته کومې اسانۍ ترلاسه دي پاکستان کې افغان تجاران دهاغو اسانیو څخه محروم دي.
هغه وویل پاکستان په کال ۱۹۵۱م کې دمهاجرینو په اړوند دجینوا تړون نه دی لاسلیک کړی همدغه لامل دی چې پاکستان افغانانو ته د پي او ار په نوم کارډونه ورکړي دي خو دغه کارډ افغان تجارانو ته هغه امتیازات نه ورکوي لکه په نوره نړۍ کې چې مهاجرو تجارانو ته ترلاسه دي.
هغه وویل اوس په پاکستان میشت ټول افغانان مجبوره دي چې دلته خپل ټول روزګار دپاکستانیانو په نوم وکړي اؤ همدا لامل دی چې دلته دمیشت افغان تجارانو د سرمایې اؤ ټیکسونو هیڅ اندازه دپاکستان حکومت ته نه کیږي.
هغه وویل په کال ۲۰۱۹ کې پاکستان یوه داسې ستراتیژي دجوړه کړه چې پاکستان کې میشت کومو افغان تجارانو پنځوسو لکو روپو پورې سرمایه ګزاري کړې وي هغوئ ته به د پينځوؤ کالو ویزه ورکول کیږي،بانکي اکاوننټ به یې خلاصیږي خو دا پالیسي تر اوسه عملي نه شوه.
ښاغلي جلیلي وویل اوس چې دافغانستان،پاکستان اؤ ملګرو ملتونو کومه درې اړخیزه غونډه د مهاجرینو په اړوند درې میاشتې وروسته کیدونکې ده دهغې ایجنډه کې باید دافغان تجارانو ستونزې اؤ مشکلات شامل کړل شي تر څو د حل دپاره یې یوه غوره لاره ولټول شي.
کاروبار دافغانانو خو په نوم دپاکستانیانو
په دې موقعه دافغان تجارانو په استازیتوب دحاجي رسول خان په نوم افغان تجار خپله وینا کې وویل پاکستان کې افغانان پخپل نوم دکاروبار کولو حق نه لري اؤ دوئ چې دلته څومره کاروبار یا سرمایه ګزاري کوي هغه دپاکستانیانو په نوم کوي.
هغه وویل مونږ دپاکستان حکومت ته خپل ټیکسونه ورکوؤ خو دا ټیکسونه زمونږ په نوم نه وي بلکې دپاکستانیانو په نوم یې ورکوؤ، دلته زمونږ روزګار اؤ ټيکسونه ښکاره نه دي نو ځکه مونږ ته حکومت کوم امتیازات اؤ اسانۍ هم نه راکوي.
هغه وویل پاکستان دنړۍ سوداګرو ته سوالونه کوي چې باید راشي اؤ دلته سرمایه ګزاري وکړي خو افغانان چې دلته د څلورو لسیزو راهسې په کاروبار بوخت دي اؤ پاکستان ته هرکال دکاروبار اؤ ټيکسونو په مد کې په میلینونو ډالر ګټه رسوي دهغوئ داسانتیاؤ دپاره دپاکستان حکومت هیڅ پالیسي نه لري.
په پېښور کې افغان قونصل جنرال ښاغلي نجیب الله احمدزي وویل چې دتجارت وده دپاکستان اؤ افغانستان دواړو حکومتونو اؤ ولسونو په ګټه ده اؤ تجارات باید د سیاست نه جلا وساتل شي.
هغه پخپله وینا کې وویل دپاکستان اؤ افغانستان دتجارت کچه په دې وروستیو کې ډيره راغورځېدلې ده اؤ هغه به هڅه وکړي چې دتجارات دا راپریوتې کچه دافغان سوداګرو اؤپاکستاني مقاماتو په همکارۍ بیا لوړه کړي.
هغه وویل تجارانو ته اسانۍ ورکول دتجارت د ودې اؤ اقتصادي پياوړتیا لامل ګرځي اؤ هغه به دخپل دخپل ماموریت په موده کې ټول پام دې ته وګرځوي چې تجارانو ته باید دتجارت په لاره کې غوره اسانۍ ترلاسه وي.
پېښور کې د افغان قونصلیټ يا قونصلګرۍ چارواکو نه دترلاسه شویو شمېرو ترمخه دا وخت پاکستان کې يولس نيم لکو نه زيات افغان مهاجرينو ته د کډوالو نړيوالې ادارې يا يو اين ايچ سي ار د رجسټريشن مستند کارډونه جاري کړي چې دوې پرې په پاکستان کې کاروبار هم کولې شي.
دخیبر پښتونخوا دتجارانو داتحادیې مشر ښاغلی فیضي وایي دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ دتجارتي کچې د راټیټیدو تر شا دسیاسي عواملو تر څنګ د دواړو هیوادونو له لوري په محصولاتو کې زیاتوالی راوستل هم شامل دي.
وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې د پښتونخوا دسوداګرانو مشر فیض محمد فیضي وویل د دواړو هیوادونو ترمنځ دتجارت د ودې پراخې موقعې موجودې دي خو دهغې څخه ګټې اخستلو ته پام ګرځول پکار دي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان نزدې پينځه میاشتې وړاندې تورخم ته په خپل سفرکې اعلان کړ ی ؤ چې د تورخم دروازه به ۲۴ ګړۍ پرانیستي وي او ویلي ؤ چې په دې اقدام سره به په دې لار د افغانستان اوپاکستان ترمنځ تجارت زیاتېدو ته زمینه برابره شي.
تجارت ولې دسیاست ښکار شي؟
خو درې ورځې وړاندې پاکستاني مقاماتو د تورخم تجارتي لار وروسته له هغې وتړله چې دافغانستان له لوري څخه د پاکستان د یوې امنیتي پوستې ترڅنګ یوه مرمۍ ولګیده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت او د مسافرو پرمخ تورخم دروازه ځیني وخت هغه مهال تړل کیږي چې د دې هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې زیاته ترینګلتیا رامنځته شي.
د دواړو هېوادونو سوداګر وايي د سياسي کړکېچ زور دې تجارت ته ور نه کړی شي ځکه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت تل د سياست ښکار شوی او سخت اغېزمن شوی دی.
افغانستان د سمندر سره ساحل نه لري او تجارتي توکې یې زیاتره د پاکستان څخه تېږیږي خو په وروستي کلونو کې د دواړو ملکونو په اړیکو کې د تاوتریخوالي له امله د دوی ترمنځ لارې وتړل شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم سخته وځپل شوه.
خو په دغه مهال افغانستان د ایران او مرکزي اسیا له لارې د نورو هېوادونو سره خپله سوداګري زیاته کړې ده.