دپښتو د وتلي نقاد،شاعر،افسانه نګار،محقیق اؤ صحافي قلندر مومند ۱۷م تلین نن دنهې په ورځ نمانځل کیږي اؤ په دې اړوند دبیلابیلو غونډو دتابیاګانو ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمیر پښتنو فعالانو د ژبې،ادب اؤ تاریخ دپاره دقلندر مومند خدمتونه ستائیلي دي.
د قلندر مومند دادبي خدماتو په هکله د هغه يو شاګرد اؤ وتلي لیکوال پروفیسر ډاکټر حنيف خليل وايي امریکا غږ ډیوه ته ویلي ” د قلندر صيب پشان علمي شخصيات په چرته په صدو پس پيداکيږي، اؤ هغه چې څومره علمي اثار پښتنو ته پریښي ،داپرته له شکه دپښتنو یوه لویه سرمایه ده،
خو خنیف خلیل ددې ترڅنګ دا هم وایي چې “کاش قلندر مومند خپل وروستى وخت تخليق، تنقيد اؤ مزيد تحقيق ته ورکړى وى اؤ هغه پوهه چې د هغه په سينه کې پرته وه ټول په ټوله يې په کتابي شکل راتلونکو نسلونو ته پريښى وى“
ښاغلی قلندر مومند په يو وخت شاعرهم ؤ، محقيق هم ،صحافي هم ؤ ، ماهر تعليم هم، سياستدان هم ؤ اؤ قانوندان هم.
خو هغه ته نزدې لیکوالان اؤ دهغه شاګردان وایي چې کمال يې دا ؤ چې د ژوند کوم اړخ کې يې هم فعاليت ترسره کړى نو ساعت تيرى يې ورسره نه دى کړى بلکې هلته يې خپل يو ځلنده مقام موندلى ؤ.
د قلندر صيب خپل نوم صاحبزاده حبيب الرحمان ؤ اؤ تخلص يې قلندر.
په کال 1930ء کې يې د ستمبر په لمړۍ نيټه د پيښور په بازيد خيل سيمه کې د محترم سيف الرحمان په کور کې سترگې غړولې وې .
په خپل کلي کې د ابتدائي زده کړو نه وروستو يې دپيښور يونيورسټۍ نه په انګريزي ادب کې د ماسټر ډګري ترلاسه کړې وه خو ددې ترڅنګ يې د وکالت تعليم هم ترسره کړى ؤ.
دهغه يو بل ورو صاحبزاده فيضي هم په پښتو ادب کې د لوړې درجې شاعر ؤ .
د ترقي پسند ذهن څښتن قلندر مومند خپل ټول ژوند د پښتون قام ښې ورځې ته وقف کړى ؤ اؤ کله چې د باچا خان په مشرۍ خدايې خدمتګار تحريک په جوبن کې ؤ نو ددغه پليټ فارم څخه يې د پښتنو د خوشحالۍ اؤ سوکالۍ دپاره ډيرې قربانۍ ورکړې وې.
د ذهني اؤ جسماني تشدد سره سره يې د قيد و بند سختې زغملې وې خو وروستو يې د باچا خان د سياسي وارثانو د سياسي تګلارو سره اختلاف پيدا شو اؤ د هغوئ نه يې خپله لمن راونغاړله .
په خپل ژوند يوه مرکه کې ښاغلي قلندر مومند راقم ته وئيلي وؤ” زما فکر اوس هم پښتون دى ، د اى اين پي سياست سره به اختلاف ولرم خو د پښتنو د خدمت جذبه کې به مې کله هم کمى رانه شي ،که چرې نن هم د قيوم خان د دور په څير حالات رامينځته شول نو په دې زړو هډوکو به ميدان ته اوځم اؤ د پښتنو د حقونو جنگ ته به ملا وتړم”
ښاغلي قلندر مومند د اولسي ادبي جرګي د پليټ فارم څخه پښتو ادب کې د تنقيد د ودې دپاره بنيادي رول ترسره کړى دى.
دهغه خوش بختي دا وه چې په دغه جرګه کې ورسره د دوست محمد خان کامل ايډوکيټ ، اجمل خټک، اميرحمزه خان شينواري، هميش خليل، سيف الرحمان سليم ، لطيف وهمي اؤ کاکاجي صنوبرحسين په څير د لوړ فکر عهد ساز شخصيات ملګري وؤ خو دقلندر صيب په وينا په دهني نشو ونما کې يې زيات لاس امداد دوست محمد خان کامل کړى ؤ.
ښاغلى قلندر مومند چې يو متحرک انسان ؤ د ژوند تر اخره يې دپښتنو ليکوالو د روزنې نه لاس نۀ ؤ اخستى د ساهو ليکونکيو مرکې د سيوري لاندې يې په پيښور کې د تنقيدي شعور د ودې دپاره يو مهم پليټ فارم د نوي دور ليکوالو ته په لاس ور کړى ؤ اؤ هره هفته به يې دغلته په باقاعده ډول تنقيدي نشستونه کول.
قلندر مومند کۀ هر څو د هغه دور ځينو نزدې ملګرو يو” ضدي اؤ سخت خويه“ انسان ګڼلو خو د هغه په شخصيت کې دومره مينه وه چې يو ځل به ورته څوک نزدې شول بيا به يې ترې جدا کيدو ته زړۀ نۀ کيدو البته په تنقيدي بحثونو کې د کوټلي دليل اؤ برهان قائل ؤ اؤ په هوايي خبرو به يې کله هم چاسره اتفاق نۀ کولو همدغه وجه وه چې د هغۀ د دور ځينې مهم ليکوال يې د قلندر مومند مخالفت ته راپارولي وؤ.
بيا په ځانګړي ډؤل د پټي خزانې په موضوع د هغۀ اختلاف ددې باعث شوى ؤ چې مخالفين يې د ضدي په نوم ياد کړي اؤ ووايي”قلندر چې يو ځل توت ته بکياڼه ووايي بيا يې پرې د چا پلار هم نۀ شي منلى“
په علمي موضوعاتو د قلندر مومند سره سخت مخالف د هغه همعصر ښاغلى هميش خليل هم د قلندر صيب په علميت بيخي ډاده دى اؤ په جار وايي”په دې کې شک نشته چې قلندر يو عالم فاضل انسان ؤ ، پښتو ژبې اؤ ادب دپاره يې نۀ هيريدونکي خدمتونه کړي خو په ځينو موضوعاتو د هغۀ د فکر سره د اختلاف ګنجائش شته اؤ ما کۀ دغه اختلاف کړى نو په دليل اؤ علمي پيمانه مې کړى دى“
قلندر صيب د سباؤن په نوم يوه شعري مجموعه، دګجرې په نوم د افسانو مجموعه ،د درياب په نوم دپښتو ډکشنري د خيرالبيان تنقيدي مطالعه په نوم د تنقيد مجموعه ،ځينې هم ترجمې ، علمي تحقيقي اؤ تنقيدي مقالې د خپلې ادبي پنګې په توګه راتلونکو نسلونو ته پريښي دي.
هغه ته د هْغۀ په غوره خدماتو دپاکستان حکومت اؤ ادبي تنظيمونو حسن کارکردګۍ د ايوارډ ترڅنګ ګڼ شمير نور ايوارډونه هم ورکړي وؤ .
نوموړي پخپل صحافتي ژوند کې په غنچه، ننگيالى اؤ ژوند نومې مجلو په شهباز،رهبر،انجام،انقلاب،وحدت اؤ يو شمير نورو ورځپاڼو اؤ اوونيزو کې د مدير په حيث حدمات ترسره کړي وؤ اؤ د ژوند په وروستۍ برخه کې يې د پيښور د اردو ژبې په يوه ورځپاڼه کې د رګ سنګ په نوم کالم ليکلو.
دهغه په شاعرۍ کې ډيرې غزلې د وخت مقبولو سندرغاړو وئيلي چې زياتې پکې مشهورې شوي هم دي
لکه د احمدخان استاد په اواز دا اولسي سندره چې
ليلو باغ د باغوان دى
مونږ لکه طوطيان يو نن دلې سبا به ځونه
يا لکه د خيال محمد استاد په اواز دا غزل
دصبر ساه مې په سکيندو شوه ته به کله راځې
ځواني زما په زړيدو شوه ته به کله راځې
دقلندر د ارماني ژوندون علاجه مرګه
هغه خو اوس د نۀ راتلو شوه ته به کله راځې
خونن هم چې په پښتنه ټولنه کې څوک وطن سره د مينې څرګندونه په ښو ټکو کې کول غواړي نو هغه د قلندر مومند دا شعر ارومرو زمزمه کوي چې
ګلستان کۀ مې په وينو تازه کيږي
هرازغى دى هم زما په زړۀ کې مات شي