واشنګټن ــــ په پاکستان کې د سوشل مېډیا د کاروونکو د ملاتړو ادارو او مدني ټولنې تر مخالفت وروسته د خبریالانو نړیوال تنظیم (بې پولې خبریالان) یا آر ایس ایف هم د پاکستان د الیکټرانک مېډیا د کنټرول د ادارې (پېمرا) دا خبره غندلې چې د ډیجیټل یا ویب ټیلیویژنونو د کنټرولولو سپارښتنه یې کړې وه.
بل لور ته د پاکستان په سېنټ کې د بشري حقونو قایمه کمېټۍ هم د سوشل مېډیا د ټیلویژنونو په اړه د پېمرا خبره را پورته کړې او ټاکل شوې په خپله راتلونکې غونډه کې په دې اړه بحث وکړي چې آیا دا خو د اظهار د ازادۍ په اړه د پاکستان د آیین د ۱۹مې مادې خلاف ګام نه دی.
پېمرا د جنورۍ په اتمه نېټه پر خپله ویبپاڼه یوه خبرپاڼه خپره کړې وه چې پکې یې حکومت ته د ویب ټي وي چېنلونو د کنټرول سپارښتنې کړې وې او په دې اړه یې له خلکو خپلې رایې غوښتې وې.
د بې پولې خبریانو سازمان په خپل تازه بیان کې ویلي، د پېمرا دا کار به حکومتي ادارو ته د رسنیو د کنټرول اضافي واک ورکړي ځکه چې وایي په دې هېواد کې مخکې له مخکې پر آنلاین رسنیو سنسرشپ زیات کړل شوی دی.
د خبریالانو نړیوال تنظیم وایي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت هڅه کوي د انټرنیټ له لارې د آنلاین ویډیو چلوونکې نړیوالې ویبپاڼې یوټیوب، ویمیو او نیټ فلیکس تر خپل کنټرول لاندې راولي.
ټاکل شوې چې د سېنټ د بشري حقونو کمېټۍ د فرورۍ پر ۱۰مه په دې اړه د سپیناوي یوه غونډه وکړي چې د پېمرا مشر هم ورته را بلل شوی دی. د دې کمېټی یو غړي او د بلوڅ ملتپال نېشنل ګوند سنېټر طاهر بزنجو په دې اړه وي او اې ډیوه ته وویل:
"تر کومه چې د سېنټ د بشري حقونو د کمېټۍ خبره ده ښکاره خبره ده چې ټول د اظهار پر ازادۍ باور لري، که د رایې پر اظهار پابندي لګېږي نو موږ به یې کلک مخالفت کوو".
پېمرا دا سپارښتنه هم کړې وه چې خبرونو لپاره د ویب ټیلیویژن چېنل لایسنس یا جواز دې یو کروړ او د تفریحي چېنل لایسنس دې ۵۰ لکه روپۍ و ټاکل شي. د بې پولې خبریالانو تنظیم یې دا وړاندیز هم رد کړی او دا یې د سنسرشپ هڅه بللې.
په پاکستان کې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو د ژغورنې لپاره کار کوونکو لویو او وړو ۱۹ غیرسرکاري تنظیمونو او د مدني ټولنې ۳۶ فعالینو د پېمرا دغه سپارښتنې رد کړې دي او دا یې په هېواد کې د رایې پر اظهار د پابندۍ هڅه بللې ده.
د بې پولې خبریالانو تنظیم پخپله خبرپاڼه کې د پاکستان پر پارلمان ږغ کړی، چې د ویب ټیلیویژنونو او ویډیو چېنلونو د کنټرول په اړه د پېمرا ادارې سپارښتنې په کلکه رد کړي. د اېشیا-فېسیپیک لپاره د آر ایس ایف مشر ډېنیل بسټرډ وایي:
"پاکستاني چارواکو مخکې هم د فشار او ځورونو له لارې زیات خبریالان په روایتي مېډیا کې سنسرشپ ته مجبور کړي دي او اوس چې انټرنیټ د اظهار د ازادۍ لپاره وسیله پاته ده هغه هم تر کنټرول لاندې راوستل غواړي".
په پاکستان کې د خبریالانو بېلابېلو تنظیمونو چې د دې هېواد مرکزي تنظیم پاکستان فېډرل یونین آف جرنلسټس هم پکې شامل دی، د پېمرا دغه سپارښتنې رد کړې دي او په خلاف یې د ږغ پورته کولو اعلان کړی دی.
د پېمرا ویاند محمد طاهر پر سوشل مېډیا د بندیزونو یا د رایې د اظهار د مخنیوي تورونه رد کړي او په یوه بیان کې یې ویلي، چې په پاکستان کې د سوشل مېډیا د کاروونکو او د ویبپاڼو له لارې د شخصي چېنلونو شمېر زیات شوی، نو په داسې حالاتو کې د دغو چېنلونو د قابو کولو لپاره یوې تګلارې ته اړتیا ده خو وایي د دې مقصد دا نه دی چې ګوندې پېمرا دغه ویبپاڼې پخپله ولکه کې اخیستل غواړي.
د تحریک انصاف حکومت تر اوسه د پېمرا د سپارښتنو په اړه رسمي غبرګون نه دی وړاندې کړی، خو حکومتي حلقې دا دریځ وړاندې کوي چې دا یواځې مشاورتي سپارښتنې دي او په دې اړه کوم قانون نه جوړوي.