د احسان الله احسان په اړه په ټولنيزو رسنيو پوښتنې راولاړې شوي

په ټولنيزو رسنيو داسې پوښتنې راولاړې شوي چې د پاکستاني طالبانو پخواني وياند احسان الله احسان څنګه او چرته وتښتېدو؟ پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ په ټولنيزو رسنيو يو پېغام مخې ته راغلی چې پکې خبرې کوونکی ځان د احسان الله احسان په نوم ځان معرفي کوي وايي د استخباراتي د بند څخه تښتېدلی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په ټويټر ويلي،

"د طالبانو د احسان الله احسان په اړوند اندېښمن خبرونه راروان چې تښتېدلی دی، دا نا اهلي نه شي کېدی. د پوځ وياند دې د دې خبر پخلی يا رد وکړي. مونږ غوښتنه کوو چې د دې پېښې پلټنې دې وشي. زمونږ غږ او خبرداری څوک نه اوري چې طالبان بيا رايو ځای کيږي".

د کال ۲۰۱۷م د اپرېل په مياشت کې د پاکستان د پوځ د هغه وخت وياند مېجر جنرل اصف غفور ويلي ؤ د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پخوانی او د جماعت الاحرار نومې وسله والې ډلې موجوده ویاند احسان الله احسان الله ځان پوځ ته سپارلی دی او نوموړي دغې کار ته غټه کاميابي ويلې وه.

ژورنالسټ حامد مير په ټویټر ویلي،

"هغه دې خامخا دا خبره وکړي چې ولې يې په ملاله يوسفزې د برید زما واري منلې وه او چا ورته ويلي ؤ چې زما د ګاډي لاندې د بم اېښودو زمه واري ومني".

سیاستوال فرحت الله بابر ویلي،

"د پوځ ويانده اداره (ايي اېس پي ار) احسان الله احسان د بيان په اړه څه نه وايي، دا د دې ادارې غېر زمه واري ده، اعتبار ته يې زيان رسوي، ايي اېس پي ار دې سپيناوی وکړي".

ژورنالسټ عمر چیمه په ټویټر ليکلي،

"داسې ازادې مو ورکړه چې دنيا ورته حېرانه ده، ای د پاکستان ریاسته دا دې په احسان الله، احسان دی".

بل ژورنالسټ مبشر زېدي ويلي،

"احسان الله احسان مستو اخیتسو له تلی ؤ واپس نه دی راغلی که چاته مېلاؤ شو خبر دې وکړي، د احسان الله احسان نخښه دا ده چې په لاسونو يې د پېښور د ارمي پبلک سکول په پېښه کې د شهيد کړی شوؤ ماشومانو وينه ده".

سياستوالې بشری ګوهر پوښتنه راولاړه کړې چې

"د پي ټي اېم مشر منظور پشتين بنديوان دی او د پېښور په سکول کې د ماشومانو او عامو خلکو د وژونکو وياند احسان الله احسان څنګه خوشی شو؟ يواځې ترهګرۍ سټراټيجيکي اثاثه ده، چې تشدد نه کوي هغه پښتانه خودکش پاليسۍ ته خطره ده".

د دې خبر د خپرېدو پورې د پاکستان د پوځ يا حکومت لخوا د احسان الله احسان په اړه کوم رسمي خبر مخې ته نه دی راغلی چې هغه چرته دی؟ او ايا دغه بيان کره دی که نه دی؟.