واشنګټن ــــ د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د هند وزیراعظم نریندرا مودي د نهې- سه شنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د خبرو اترو وروسته ویلي، دواړو هېوادونو په لویو تجارتي معاهدو باندې کار پیل کړی دی.
صدر ټرمپ د خبرو په وخت وویل "زمونږ ډلو د کارباوري لوظنامې لپاره لوی پرمختګ کړی دی او زه خوشبینه یم یو داسې لوظنامې ته به ورسېږو چې د دواړه هیوادنو لپاره اهمیت ولري".
د هندوستان د دوه ورځني سفر په وخت د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د هندوستان سره د هیلي کاپټرو او پوځي سامانونو د خرڅولو د 3 اربه ډالرو لوظنامې ته د رسېدلو اعلان هم وکړ. صدر ټرمپ زیاته کړله:
"دواړه هیوادونه د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، د سایبر او سمندري امنیت لپاره یوځايي کار کولو ته تیار دي".
د صدر ټرمپ په وینا "دا وخت د امریکا او هند تر منځ تعلقات د نور کله په نسبت د ټولو نه زیات مظبوط دي".
د هند وزیراعظم نریندرا مودي هم د صدر ټرمپ ستاینه کړې او وايي دا وخت د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې زیاتې شوې دي. د وزیراعظم نریندر مودي په وینا د صدر ټرمپ سره یې په یو شمیر موضوعاتو باندې ګټورې خبري شوي چې پکې دفاع، امنیت، توانایي او د ټیکنالوجۍ په برخو کې همکاري شامله ده.
د نهې- سه شنبې په ورځ صدر ټرمپ یو ځل بیا تکرار کړې چې د هندوستان او پاکستان تر منځ د کشمیر په مسئله منځګړیتوب کولو ته تیار دی. صدر ټرمپ په پاکستان کې د ترهګرۍ په اړه پوښتنې ته په جواب کې وویل:
"موږ نن په دې اړه تفصیلي خبرې وکړې، منم دا [په پاکستان کې ترهګري] یوه ستونځه ده، هغوی پر دې کار کوي. ما وویل زه چې څومره کولای شم په دې کې به مرسته کوم ځکه چې له دواړو وزیراعظمانو سره مې اړیکې ښې دي، زه چې څومره کولای شم منځګړتوب به کوم".
تېر کال هم صدر ټرمپ د کشمیر په مسئله د منځګړیتوب وړاندیز کړی وو، چې اسلام اباد د هغه هر کلی کړی وو خو هند دغه وړاندیز رد کړی وو.
تېره ورځ صدر ټرمپ په هندوستان کې ویلي وو له امریکا پاکستان سره ښې اړیکې لري. د صدر ټرمپ په وینا د ترهگرو تنظیمونو او وسله والو ډلو د ځپلو په لړ کې د پاکستان سره په مثبت انداز کې پرمختگ شوی دی.
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د نهې- سه شنبې په ورځ ویلي، د هندوستان د سفر په وخت د صدر ټرمپ وینا ډېر اهمیت لري. نوموړي زیاته کړه "د امریکا او پاکستان تر منځ ډېر ښه اړیکي دي او هغه څوک ردولای نه شي".
امریکايي صدر د هندوستان دا سفر په یو داسې وخت کوي چې په هندوستان کې د شهریت نوي قانون پر ضد مظاهرې هم روانې دي.
پولیس وايي د ګل- دوشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د پرتشدد مظاهرو په وخت 7 کسان مړه شوي او 150 نه زیات زخمیان شوي دي. دغه مرګ ژوبله په نوي ډیلي کې د نوي قانون پرضد او د هغې په حق کې د مظاهرچیانو تر منځ په نښتو کې شوې دي.
په دغه نوي قانون کې د هندوستان د دریو ګاونډي هیوادونو نه د مسلمانانو نه علاوه د نورو مذهبونو خلکو ته د شهریت ورکولو فیصله شوې ده.
صدر ډانلډ ټرمپ هم په خپله وینا کې د هندوستان د بېلابېلو کلتورونو، نسلونو او نظریو د خلکو یو شریک هېواد په توګه یاد کړی. نوموړي ویلي:
"ستاسو قام په ټوله نړۍ کې په یو داسې ځای یادیږي چرته چې په میلینونو هندوان، مسلمانان، سکهان او د نورو مذهبونو خلک د یو بل په څنګ کې خپل عبادتونه کوي".
د دغه نوي قانون مخالفت کوونکي تور لګوي چې له دې قانون سره د هندوستان 200 میلینه مسلمانان یو اړخ ته کړل شوي دي، خو د نریندرا مودي حکومت دغه تور ردوي. د امریکايي کانګرس ځینو غړو هم په دغه نوي قانون اندېښنې ښودلې.