ماه جبین قزلباش په پېښور کې خاورو ته سپارل شوې ده

دپښتو ستره سندرغاړې ماه جبین قزلباش چې پرون وفات شوې وه نن د زیارت په ورځ یې دپېښور په ګل ګشت کالونۍ کې جنازه شوې اؤ هم دغلته خاورو ته سپارل شوې ده.

دهغې په جنازه کې ګن شمیر هنرمندانو،د ټي وي اؤ ریډیو مربوط نطاقانو،پروډیوسرانو،دهغې مینه والو برخه اخستې وه.

ماه جبین قزلباش دوه میاشتې مخکې د زړه د حرکت ودریدو له امله دپېښور لیډي ریډنګ روغتون ته رسول شوې وه اؤ دغلته دوه میاشتې دمصنوعي ساه په ذریعه ژوندۍ ساتل شوې وه خو د چهارشنبې په ماسخوتن یې ساه ورکړه.

دهغې په جنازه کې برخه لرونکي سندرغاړي انور خیال وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي ماه جبین بي بي دپښتو موسیقۍ یو تاریخ رقم کړی ؤ اؤ دهغې د خوږ اواز له امله هغې ته د “بلبل سرحد “خطاب ورکړل شوی ؤ

هغه وویل دماه جبین بي بي سندرې که د ټي وي اؤ ریډیو دپاره دي اؤ که دفلمونو دپاره په ښځو هنرمندانو کې یې دګلنار بیګم وروسته تر ټولو زیات مقبولیت پیدا کړی اؤ پښتانه کله هم دهغې هنري خدمات نه شي هیرولی

دماه جبین قزلباش ځوئ په دغه موقعه وي او ای ډیوه ته ویلي هر څو که دهغې د مور علاج په لیډي ریډنګ روغتون کې په ویړیا ډول شوی خو هغه دعلاج دپاره دصوبې یا هیواد داسې بل کوم لویې روغتون ته نه وه وړل شوې چرته چې یې غوره علاج ممکن ؤ.

هغه وویل پښتنو دماه جبین بي بي سره ډيره مینه کوله اؤ دهغې دناروغۍ په مهال هغه داسې ګڼله لکه ماه جبین چې یوازې دهغه مور نه بلکې دټولو پښتنو مور وي، ځکه چې هرچا ورته د روغ صحت دعاګانې کولې اؤ دهغې پوښتنې له ورتلل

دهنرمندانو تاثرات

دماه جبین قزلباش نزدې ملګرې اؤ وتلې هنرمندې شکیله ناز هم د هغې مړینه پښتو موسیقۍ ته یو ستر زیان ګرڅولی اؤ ویلي یې دي چې ماه جبین قزلباش دخپل هنر دلارې دپښتو موسیقۍ اؤ کلتور کوم خدمت کړی هغه د هیریدلو نه دی.

ماه جبین قزلباش ځوئ ته خلک لاس نیوه کوي

وي او ډیوه سره خبرو کې شکیله ناز ویلي” مونږ دماه جبین بي بي نه ډير څه زده کړي دي، هغې به تل خپلو کشرانو هنرمندانو ته د زده کړې کوشش کولو اؤ هرچاته یې دومره مینه ورکړې چې دهیریدلو نه ده”

میرمن ناز وایي په نزدې وختونو کې ډير ستر ستر هنرمندان وفات شول اؤ په مشرانو هنرمندانو کې اوس یوازې خیال محمد استاد،احمدګل استاد، زرڅانګه بي بي اؤ څو نور ژوندي دي پکار ده چې ریاست اؤ پښتانه دواړه دخپلو دغو هنرمندانو بد اقتصادي وضعیت ته پاملرنه اؤ دهغوئ سره دژوند په وروستي پړاؤ کې هر رقم مرستې وکړي.

دنوي کول مشهورې سندرغاړې ګل پاڼې هم دماه جبین قزلباش په مړینه دافسوس څرګندونه کړې ده اؤ ویلي دي دهغې د وفات سره پښتانه د یوې سترې هنرمندې دخوږ غږ نه محرومه شوي دي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ګل‌ پاڼې ویلي ماه جبین قزلباش دخپلو کشرانو هنرمندانو په هر ډګر ډاډګیرنه کړې ده اؤ هغوئ ته یې د وړاندې تګ موقعې ورکولې.

هغې وویل “ماسره خو ماه جبین بي بي ډومره مینه کوله چې پخپل لاس یې ایوارډ هم راکړی ؤ اؤ کله چې مې دهغې دا سندره اشنا چې په وعده دې اعتبار وکړم کنه پخپل البم کې وویله نو ماه جبین بي بي رانه ډیره خوشحاله شوه اؤ ویل یې زه وینم چې ته به نوره په مخکې ځې”

دماه جبین ژوند اؤ هنر

ماه جبین قزلباش د پښتو هغه لویه سندرغاړې وه چې په زرګونو سندرې یې ویلي او خپل نوم یې د پښتو د سر په سندرغاړو کې جوړ کړی وو.

ماه جبین قزلباش په 1958م کال کې په پیښور کې زیږیدلې او لویه شوې وه. هغه په خټه قزلباش وه، نیکه یې د افغانستان له هراته کندهار او پلار یې بیا پیښور ته راغلی وو، هغې د قبایلي سیمې اورکزو د پښتو فلمونو له تکړه هیرو ایمل خان سره واده کړی وو.

د دیارلسو کالو په عمر کې یې سندرې پیل کړې او شاوخوا 43 کاله یې د پښتو موسیقۍ خدمت کړی وو.

د مېرمن قزلباش مورنۍ ژبه فارسي وه خو د فارسي په ګډون یې په پښتو، اردو، پنجابي، سرایکي، سیندي، بلوڅي او هندکو ژبو سندرې ویلې وې چې د دې په وینا د سندرو شمېر یې شاوخوا 11000 دی.

فني زده کړې یې د ستر موسیقار رفیق شینواري نه تر لاسه کړې او د خپل خواږه اواز له امله ورته د "بلبل سرحد" لقب هم ورکړل شوی وو.

مه جبین قزلباش ته د پاکستان حکومت د موسیقۍ په برخه کې په ښو خدماتو صدارتي ایوارډ ورکړی وو.

د ځوانۍ په وخت کې یې په څو پښتو فلمونو کې هم د کار کولو تجربه کړې وه خو دغه تجربه یې کامیابه ثابت نه شوه.

د ریډیو پاکستان پېښور او ټیليویژن څخه یې په زرګونو سندرې ویلې وې چې زیاتره پکې مشهورې شوې دي.