عروج اورنګزېب: نړۍ يواځې د سړو نه، د ښځو کور هم دی

واشنګټن ــــ د لاهور هايکورټ د عورت مارچ په ضد خواست رد کړی او ويلي یې دي چې د رایې آزادي د هر چا بنيادي حق دی او د پاکستان آيين خپلو ټولو وګړو ته دغه حق ورکوي.

د لاهور هايکورټ د چيف جسټس په مشرۍ نن د عورت مارچ په ضد د يو خواست اورېدنه کېدله چې ورته د پلټنو د وفاقي ادارې ایف ای اې مشر عبدالرب او د لاهور د پوليسو مشر هم ور غوښتل شوي وو.

د دغې مارچ په حق کې عدالت ته دوه وکيلانې حنا جيلاني او نګهت داد هم ورغلې وې. نګهت داد وي او ډيوه ته وویل:

"خواست کوونکي عدالت ته وویل چې دوی په دغه مارچ پابندي لګول نه غواړي، په ځواب کې ورته عدالت وویل چې تاسو په دغه مارچ بنديز لګولای هم نه شئ، ځکه چې دا د خيال د آزادۍ خبره ده او داسې نه شي کېدلای چې د چا نه دې د رایې آزادي و تروړل شي"

د نورې نړۍ په شان هر کال د مارچ په اتمه نېټه په پاکستان کې هم د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د هغوی د حقونو لپاره دستورې کېږي خو سږکال د دې ورځې په ضد د جوډيشل ایکټیویزم کونسل مشر اظهر صديقي په لاهور هايکورټ کې خواست جمع کړی وو.

وکیل اظهر صديقي په خپل دغه خواست کې تور لګولی وو چې په ملک کې د ګډوډۍ او بې حيايۍ خورولو لپاره رياست مخالف تنظيمونه د ښځو مارچ ته فنډونه ورکوي.

د دې مارچ منتظمې عروج اورنګزېب د اظهر صديقي دغه تورونه رد کړي چې ګنې دوی ته رياست مخالف تنظيمونه فنډونه ورکوي. نوموړې وي او اې ډيوه ته ويلي:

"دا زمونږ حق دی مونږ هېڅوک نه شي درولای، دا حق مونږ ته آيين او قانون راکړی او په دې دنيا کې مونږ هم ژوند کوو، نو څومره حق چې په دې د سړو دی دومره پرې د ښځو هم دی".

په پاکستان کې د بشري حقونو ډلې نيوکې کوي چې د رياست په ضد اوچتېدونکي غږونه په غیرقانوني ډول غلي کوي.