منظور پشتين: پاکستان ته ويل غواړم پښتنو ته خپل حقونه ورکړه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي، د پښتنو په خاوره ډېرې مسلې دي، "د پاکستان حکومت ته ويل غواړم چې پښتنو ته کومې مسلې دي يا دا حل کړه يا مونږ ته ازادي راکړه يا مونږ ته خپلواکي راکړه".

هغه وويل "مونږ به خپل وطن جوړ کړو مونږ به د پښتنو په خاوره د پښتنو ځانله رياست جوړ کړو او هغه به ځانله حيثيت لري".

په چارسده کې اولسي غونډې ته په وېنا کې پشتين وويل پښتنو ته په خپلو سيمو کې په خپلو وسايلو حق نه ورکول کيږي، هغه وويل په پنجاب کې خلکو ته حق ورکول کيږي خو د پښتنو د وسايلود ډکو غرونو په اړه ويل کيږي چې دا د رياست دي.

په افغانستان کې د سولې د توافقنامې په اړه منظور پشتين وويل، "د سولې او امن په نامه زمونږ وطن رټلی شوی دی، په افغان وطن کې دې داسې سوله وي چې د ټولودپاره يو شان وي نه چې د يوې خاصې ډلې دپاره وي".

هغه وويل "سولې ته پي ټي اېم هرکلی وايي د افغانستان سوله د پښتنو په ګټه تمامیږي".

هغه وويل "د پښتنو قاتلان ساتل کيږي او د طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان په اړه يې وويل چې پي ټې اېم به کله هم د قام قاتلان معاف نه کړي".

پشتين پوښتنه وکړه، احسان الله احسان څوک ؤ اود هغه پالونکی څوک ؤ؟ د پېښور په سکول کې د وژل شوؤ بچو مياندو پلارانو ته به ځواب څوک ورکوي؟.

هغه وويل "د افغان ولسمشر اشرف غني، حامد کرزي او نورو مشرانو چې زما دپاره يې غږ پورته کړی د هغو مننه کوم".

هغه په پاکستان کې د سياسي ګوندونو او مدنې ټولنې مننه وکړه چې د هغه د خوشي کولو خبره يې کړې ده.

نوموړي په ۲۹ مارچ باندې په کوټه کې د جلسې اعلان وکړو.