د بلوچستان له تفتان او کوټې وروسته حکومت وېش پولې ته نیژدې په چمن کې هم د پینځه زره تنو لپاره کورنټین مرکز جوړ کړی چې وایي د پولې تر بیرته پرانیستل کېدو وروسته به له افغانستانه د راتلونکو خلکو څارملنه پکې کېږي.
د پاکستان او افغانستان تر منځ د چمن پوله نن پر شپاړسمه ورځ هم بنده وه چې له وجې یې افغانستان ته د نېټو ځواکونو سپلایي، د افغان ټرانزټ تجارتي لارۍ او د نورو تجارتي مالونو د وړلو او راوړلو لړۍ بنده وه.