د چمن اوسېدونکي: په چمن کې دې د کرونا وایرس د تشخیص مرکز جوړ شي

Your browser doesn’t support HTML5

ډاکټران وایي له کرونا وایرسه د ژغورنې یواځینۍ لاره احتیاط، صفایي او له ګڼې ګوڼې لرې اوسېدل دي خو په پاکستان کې لا هم ډېر خلک دغه احتیاطي لارې نه خپلوي او یا هم په خبر نه دي.
د چمن سیمې اوسېدونکي وایي حکومت دې خلکو ته له دې ناروغۍ د ژغورنې په اړه د پوهې لپاره کمپېن وچلوي.