د کرونا وايرس نه د مړينو شمېره د ۱۱زرو نه سېوا شوه

د کرونا وايرس څخه په نړۍ کې د مړينو شمېره د ۱۱ زرو نه سېوا شوې، او دغه وايرس د نړۍ په ۱۶۶ هېوادونو کې د دوه لاکه ۷۵ زرو نه زيات خلک وهلي دي.

راپورونه وايي د کيوبا اقتصاد چې په سېلګرۍ اډاڼه لري د جمعې په ورځ دغه هېواد د ۳۰ ورځو دپاره د بهر نه په راتلونکو بندېز لګولی دی، په کیوبا کې په کرونا وايرس ۱۹ تنه اخته شوي او يو مړ شوی دی.

په يورپ کې د جمعې په ورځ د کرونا وايرس له امله د لس زره ۲۰۰ نه زياتې پېښې مخې ته راغلي دي.

د صحت د نړيوالې ادارې مشر ټېډروس اېډهېنم ګهېبريس ويلي روانه اوونۍ يورپ د کرونا وايرس مرکز ګرځېدلی دی، کرونا وايرس د چين نه خواره شوي دي.

د کرونا وايرس نه په اټلي کې د څلورو زرو نه زيات، په سپېن کې د ۱۰۰۰ نه زيات خلک مړه کړي دي په چين کې د کرونا وايرس نه درې زره دوه سوه ۵۳ کسان مړه شوي دي.

د امریکا د صدر ټرمپ انتظامیې د کېنېډا او مېکسيکو سره پولې تړلي دي.

صدر ټرمپ ويلي د کېنېډا او مېکسيکو سره به د سوداګرۍ نه علاوه نور هر ډول تګ راتګ بند وي.

په امریکا کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۱۹۰ ته رسېدلې او۱۶ زره خلک کرونا وايرس وهلي دي.

د امریکې په نيويارک ، ايلينويي، نيویارک او کيلیفورنياکې خلکو ته په کورونو کې د کېښناستو ويل شوي او په فلورېډا کې ګامونه پورته کړی شوي دي.

د امریکې د مرستيال صدر مایک پنس دفتر د جمعې په ورځ ویلي په دفتر کې يې يو تن کرونا وايرس وهلی خو ويل شوي د دغه کار کوونکي د مرستيال صدر او صدر ټرمپ سره هيڅ نزدې والی نه ؤ.

د وي او ای د خبر ترمخه د جمعې په ورځ د چین په وهان ښار کې په دوېمه ورځ د کرونا وايرس يوه پېښه هم نه ده مخې ته راغلې د چرته نه چې کرونا وايرس خورېدل پېل شوي.

خو د زيارت په ورځ د چين چارواکو ويلي په چین کې د کرونا وايرس ۳۴ پېښې مخې ته راغلي خو چارواکي وايي دغه ټول کسان د کرونا وایرس سره مخ هېوادونو څخه راغلي دي.