ايی ایم ایف یا نړیوالې مالياتي ادارې مشری کریسټالینا جیورجیوا د جمعې په ورځ ویلي د کرونا وایرس وبا نړیوال اقتصاد کړکیچ یا بحران په لور اړولی دی او د له وجی به پرمختیایی هیوادونو سره د مرستې لپاره په لویه کچه د امداد کولو ضرورت وي.
کریسټالینا جیورجیوا یوه انلاین مطبوعاتي کانفرانس ته وویل ، "دا څرګنده ده چې موږ ریسېین یا اقتصادي بحران ته رسیدلي یو" دا به ۲۰۰۹ کال د نړیوال مالي کړکیچ نه بدتره وي.
هغې وویل چې تر اتیاو نه ډیر هیوادونه چې ډیر لږ امدان لري د وړاندی نه د اي ایم ایف څخه د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.
مېرمن جیورجیوا زیاته کړه چې د نړۍ اقتصاد په ناڅاپي ودریدو له وجی د پرمختیایی هیوادونو عمومي مالي اړتیاو لپاره د فنډ اټکل 2.5 ټریلین ډالره دی. خو هغی خبرداری وړکرو چې دغه اټکل یی د ټیټې کچی دی.
هغه حکومتونه چی بره تلونکي اقتصاد لري پدې وروستیو اونیو کې تری نه د 83 ارب یا ملیارد ډالرو نه زیاته سرمایه تللی ده ، دوي د دغه زیاته برخه بیرته راوګرځوي خو "په روښانه ډول کورني سرچینې ناکافي دي" او په ډیرو د وړاندی نه د پورونو ډیر بار دی.
" موږ پوهیږو چې د دوی زیرمې او کورني سرچینې به کافي نه وي " جیورجیوا زیاته کړه چې، " ايی ایم ایف غواړي خپل غبرګون پیاوړي کړي " نور ډیر څه وکړي ، په ښه توګه یی وکړي ، او د پخوا په مقابله کی یی زر ترسره کړي.
د ايی ایم ایف مشری د ادارې مشرتابه کمیټې سره د انټرنیټ د لاری میټېنګ وروسته خبریالانو سره خبرې وکړې. هغی په رسمي ډول د دوی نه د اي ایم ایف اوسني بیړنی کچه چې شاوخوا ۵۰ ارب امریکایی ډالرو نه د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
میرمن جیورجیوا د امریکا د سینټ لخوا د ۲.۲ ټریلین ډالرو د اقتصادي پېکېج د منظورولو هرکلی وکړو. او زیاته کړه چې دغه ګام ډیر ضروري و.
د کرونا وایرس ناروغي چې د چین نه پیل شوی ده د نړی ګڼ شمیرهیوادونه کی خپره شوې ده او په لويه کچه یی خلک او دغه هیوادونو اقتصادونه اغیزمن کړې دي. شمېرې ښيي چې یوازې په یوه اونۍ کې په امریکا کی ۳.۳ میلین امریکایان بې روزګاره شوي دي.