کراچۍ —
په پاکستان کې د کرونا په وايرس اخته کسانو شمېرې ۳۲۷۷ ته رسېدلي، د کرونا وايرس نه ۵۰ تنه مړه شوي او ۲۵۷ ترې ښه شوي دي.
د تازه سرکاري شمېرو ترمخه دا وخت په ملک کې د کرونا په وايرس تر ټولو زيات اخته کسان په پنجاب صوبه کې دي چې شمېره يې ۱۴۹۳ ده.
د پنجاب صوبې وزيراعلی عثمان بزدار ويلي، په ۱۴۹۳ کسانو کې ۸۴۲ قرنطين دي، چې پکې ۳۰۹ زايرين، ۴۸۴ تبليغيان، ۴۹ په جېل کې او پاتې ۶۵۱ په مختلفو ضلعو کې دي.
په سند صوبه کې په ۸۸۱ کسانو، په خېبرپښتونخوا کې ۴۰۵، په ګلګت بلتستان کې ۲۱۰، په بلوچستان کې ۱۹۱، په اسلام اباد کې ۸۲ او ازاد کشمير کې په ۱۵ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.
په تېر ۲۴ ساعتونو کې په ملک کې د کرونا وايرس ۳۹۷ پېښې مخې ته راغلي دي.
په ملک کې ۲۵۷ کسان د کرونا وايرس نه ښه شوي دي.