دپاکستان پوځ وایي یوه تربیتي الوتکه کې دپنجاب په ګجرات سیمه کې لوئېدلې اؤ تباه شوې ده چې پکې ددغه الوتکې دواړه پائیلوټان مړه شوي دي.
داتوار په ورځ دپوځ مطبوعاتي څانګې پخپل یو بیان کې ویلي چې دغه الوتکې تربیتي الوت کولو چې په ګجرات سیمه کې ولوئېدله.
پوځ پېښه کې د وژل شوؤ پائیلوټانو نومونه میجرعمر اؤ لیفټننټ فیضان ښودلي دي.
تر دې دمخه تیره میاشت دپاکستان یوه ګران قیمته جنګي ایف ۱۶ الوتکه په پلازمینه اسلام اباد کې هغه مهال غورځېدلې اؤ تباه شوې وه چې د ۲۳م مارچ دپاره یې تمرین کولو .
په دغه پېښه کې هم د الوتکې چلوؤنکي پايلټ ونګ کمانډر نعمان اکر خپل ژوند د لاسه ورکړی ؤ.
په دې وروستیو کې دپاکستان دننه دالوتکو غورځېدلو پېښې سیوا شوي اؤ سږکال په ۱۲مه جنورۍ هم دپاکستان دهوایي ځواکونو یوه الوتکه په میانوالي سیمه کې غورځېدلې وه چې امله یې ددغه الوتکې دواړه پائیلوټان مړه شوي وؤ.
په ۲۴م نومبر کال ۲۰۱۵م کې د FT-7PG په نوم یوه پوځي الوتکه غورځېدلې وه چې پکې دپاکستان وړومبۍ ښځینه پائیلوټه مریم مختار مړه شوې ده.
دکال ۲۰۱۷م دمئ میاشت کې دپنجاب په جهنګ سیمه کې دپاکستان یوه میراج الوتکه اؤ په ۲۵م مښ میانوالي سره نزدې ایف سیون پي الوتکه غورځېدلې وه خو دغو دواړو پېښو کې پائیلوټان خوندي پاتې شوي وؤ.
په اګست ۲۰۱۷م کې هم دوه پاکستاني الوتکې اؤ تیرکال یوه تربیتي الوتکه غورځېدلې وه