د امریکا مشهورې ورځپاڼې وال سټریټ جرنل په خپل یوه وروستۍ مقاله کې لیکلي چې په افغانستان کې د سیکانو او هندوانو اخری ټولنه په امریکا کې د پناه غوښتنه کوي.
دوی د پناه دغه غوښتنه تیره میاشت د افغانستان په پایه تخت کابل کې د اسلامي دولت – داعش تندلارو لخوا د برید وروسته کړی ده.
دغه برید چې د سیکانو پر یوه عبادت ځای (ګوردواره) شوې وو،پکې لږ تر لږه 25 کسان وژل شوي او لسګونه نور یرغمل نیول شوي وو. د افغانستان کمانډو ځواکونو د شپږو ساعتونو د محاصره او د جګړی وروسته بیا ترهګر ووژل.
وال سټریټ لیکلي چې د سیکانو او هندوانو لخوا د پناه دغه غوښنته د نړۍ په کچه د مذهبي لږکیو ساتنی او ملاتړ په اړه، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ادارې د ژمنې یوه امتحان ده.
په افغانستان کې شاوخوا 650 سیکان او هندوان پاتې شوي دي. په دغه ټولنې کې ویره د ناڅرګنده وضعیت له امله دی چې ټول هیواد ورسره مخ دی، کوم د امریکا او د طالبانو ترمنځ د فرورۍ په میاشت کې شوي د لوظنامې وروسته رامینځته شوې دی. د لوظنامې ترمخه امریکا به راتلونکي کال کې خپل ټول ځواکونه د افغانستان نه وباسي.
د سیکانو د ټولنې یو مشر چې د کابل په برید کې یې درې تنه نږدې خپلوان د لاسه ورکړي دي ، وال سټریټ جرنل ته وویل، ” کله چې امریکا ووځي ، موږ لپاره به ژوند ناممکن شي. دا یوازې د وخت خبره ده چې موږ ټول به له مینځه یوسي. موږ دلته کې د امریکا په پوځي اډه کې د کډوالو وضعیت او ساتنه غواړو، او موږ دا زر تر زر غواړو. “
د ولسمشر ټرمپ ادارې - انتظامیه مذهبي ازادۍ هڅو ته د خپلی بهرنۍ تګلاری پام اړولی دی. د مذهبي ازادۍ د پرمختګ لپاره کلنی نړیوال کانفرانس کوربه توب او د لږکیو په بد حالت باندې خبرې کول، لکه په عراق کې عیسایان او په چین کې اویغور مسلمانان.
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس د امریکا د مذهبي ازادۍ هڅې مخ پر وړاندی بیایي، او په عراق کې د داعش لخوا ګواښ شوي عیسایانو او نورو لږکیو ته سلګونه مېلینه ډالر ورکولو لار برابر کړی ده.
ساره مکین چې د ښاغلي پینس په کارمندانو کې یوه جګپوړي چارواکې ده ، د سیکانو او هندوانو د ټولنې د وکیل لخوا ورکړل شوي یو ویډیو خواست باندې په سپینه ماڼۍ کې کار کوي.
وال سټریټ جرنل وایي چې هغې د نظر لپاره خواست ته ځواب ونه وویل.
د صدر ټرمپ ادارې یوه جګپوړي چارواکي وال سټریټ جرنل ته وویل چې د ټرمپ ادارې دغه برید غندلی دی.
د افغان سیکانو او هندوانو د پناه غوښتنې خواست، د ټرمپ ادارې ژمنه چې په امریکا کې به کډوالۍ کموي او دغه ادارې بله ژمنه چې دوی به مذهبي عقیدو له وجې ځورول شوي کسانو سره به مرسته کوي، یوه د بل پرضد ودروي.
په تیرو پیښو کېلکه په عراق کې ، د صدر ټرمپ ادارې اقلیتونه- لږکي وهڅول چې په امریکا یا بل چېرته د نوي پیل پرځاې دې دوی خپل ژوند په خپل کورونو (هېوادونو) کې جوړ کړي.
اسلام د افغانستان سرکاري- رسمي مذهب دی ، که څه هم د دغه هېواد اساسي قانون نورو مذهبونوته د عبادت آزادي ورکوي، خو په عمل کې اقلیتونه اکثرا د دوی د عقیدو له امله د ځورونې سره مخ شوي دي.
په 2016 کال کې د افغانستان په پارلیمان کې هندوانو او سېکانو ته څوکۍ ورکړل شوه.
د افغانستان د ولسمشرۍ ویاند وویل چې حکومت د هندوانو او سېکانو له اندېښنو نه خبر دی او امنیتي ځواکونه د دوی د حفاظت لپاره خپلې د ټولو غوره هڅې کوي.
هندوان او سېکان په سلګونو کلونو نه په افغانستان کې ژوند کوي ، چې د مرکزي آسیا د نورو هیوادونو سره د پیسې په قرض - پور ورکولو او د تجارتي برخو کې مهم رول لوبوي. ډیر زیات بیا د 1990 کلونو د کورنۍ جګړې او د طالبانو د سخت دریځه رژیم په وخت کې دغلته نه لړو.
په افغانستان کې د سیکانو او هندوانو شمیره نور هم کمه شوه ځکه چې د امریکا تر مشرۍ لاندې18 کلونو دجګړې کې د هېواد امنیتي وضعیت نورهم خراب شول. په 2018کال کې په ختیځولایت ننګرهار په جلال آباد ښار کې د داعش برید د دې ټولنې 19 مشران ووژل چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدو په تمه و.
پاتې شوي سېکان او هندوان اکثره په کابل کې ژوند کوي او دوی د درو درملو شعبه سره تړلي دي.
د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د مذهبي آزادۍ جګپوړي استازیسمویل براون بیک ، وال سټریټ جرنل ته وویل چې په دې وروستیو کې یې په امریکا کې میشت سېکانو سره د دوی د اندیښنو په اړه خبرې کړي دي. نوموړي په امریکا کې د افغان سیکانو او هندوانو د پناه اخیستو د امکان په اړه د څه ویلو نه ډډه وکړه.
هغه په مارچ کې شوي برید ته په اشارې وویل ، " د کابل یوه ډیره غمجنه پیښه وه."
په واشنګټن کې د افغان (سیکانو او هندوانو ) ټولنی وکیل، راج دیپ جولي وال سټریټ ته وویل ، د یوبل برید جدي ګواښ د دوی د ادعاو ګړندي کولو او په روان کال کې په امریکا کې پر ځاې کولو بنیاد دی. هغه وویل چې په وروستیو کې د امریکا لخوا په افغان حکومت غږ چې د خپلو مذهبي لږکیو لپاره غوره امنیت چمتو کړي دا یو مناسب حل ندی.
راج دیپ جولي وویل، "د خلکو د وژلو او دوی وژل کیدو ته پریښولو تر منځ یوه ډیره نرۍ کرښه ده."
په امریکا کې د کډوالۍ لړۍ د کرونا وایرس له امله په ټپه ولاړ دي. په معمول ویزو هم کار ځنډول شوی او امریکا اوس په خپل جنوبي سرحد کې د پناه غوښتنه نه مني.
په افغانستان کې وضعیت په ځانګړې ډول د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې لوظنامې لاس لیک کېدو وروسته خراب شوی دی. امر یکې د فبرورۍ په میاشت کې په قطر کې د طالبانو سره د امن لوظنامه لاس لیک کړه چې ترمخه به یې امریکا په راتلونکي 14 میاشتو کې د افغانستان نه خپل ځواکونه وباسي او طالبان به ضمانت ورکوي چې افغانستان به د نورو هیوادونو خلاف د ترهگرۍ لپاره نه استعمالېږي.
په کابل کې د لانجمنو ولسمشرۍ ټاکنو د نتیجو وروسته روان سیاسي کړکیچ ، چې ولسمشر اشرف غني او د هغه سیاسي سیال ډاکټر عبدالله عبدالله دواړو د بریا اعلان وکړو او تیره میاشت یې سوګندونه پورته کړو.
د هغه وخت راهیسې ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مائک پومپیو د حکومت لخوا اختلافونه ختمولو او طالبانو سره خبرې پیل کولو کې د ناکامۍ له املهافغانستان سره د یو ارب - ملیارد ډالرو د مرستو کمولو حکم کړی دی.
دغه فشار نه داسې معلومیږي چې د ښاغلي غني او ډاکټر عبدالله ترمنځبه رامینځته شي ترڅو د طالبانو یاغي ډلې سره خبرې پیل کړي. خو طالبانو یوه اوونۍ وروسته دغه پروسه ختمه کړه.
هر یو اړخ بل اړخ تورنوي چې په بې باورۍ خبرې کوي.