د نيويارک نه اووه جسدونه پاکستان ته روان کړی شوي

د امریکا د نيويارک ښار نه اووه هغه جسدونه پاکستان ته روان کړی شوي چې پکې پينځه تنه په کرونا وايرس مړه شوي دي.

راپورونه وايي دغه جسدونه به د دوېمې می پورې د پاکستان بېلابيلا ښارونو ته ورسيږي.

په نيويارک کې الريان فيونرل هوم يا د جنازو اېښودونکي ځای مشر امتیاز احمد وي او ای ته ويلي د کرونا وبا له امله نيويارک ته الوتکې بندې وې خو اوس روانې شوي دي.

هغه ويلي په دغو پاکستانيانو کې چې جسدونه يې ملک ته روان کړی شوي پينځه تنه پکې په کرونا وايرس مړه شوي، يو د زړه د ناروغۍ او بل په موټري پېښه کې مړ شوی دی.

د امتیاز احمد په وېنا پي ايي ای د ګردې نړۍ نه جسدونه ويړيا پاکستان ته ستنوي خو دا وخت چې د نيويارک نه پاکستان ته کوم پرواز نشته ځکه دغه جسدونه د قطر ائيرلاين د لارې پاکستان ته لېږل کیږي.

هغه ويلي په دغو جسدونو کې زياتره د پنجاب سره تعلق لرونکو کسانو دي.

هغه زیاته کړې د الوتکو د بندېز له امله جسدونه په نيويارک کې خاورو ته سپارل پېل کړی شوي خو د دغو اووه جسدونو خپلوانو ټينګار کولو چې دوی يې پاکستان ته لېږل غواړي.