دخوراکي موادو ویش دامینې،زلیخې اؤ زرخان سترګې ولې له اوښکو ډکې کړې؟

پینځه پنځوس کلنه امینه(فرضي نوم) دافغانستان دکندوز ولایت سره تړاؤ لري اؤ دا مهال دپاکستان دپلازمینې اسلام اباد په یوه څنډه کې دکډوالو په یو عارضي کیمپ کې دخپلو څلورو لوڼو اؤ درېوؤ ماشومانو زامنو سره دمهاجرت شپې دستونزو ډکې شپې سبا کوي.

امینه وایي خاوند یې پینځه کاله وړاندې تربورانو د زمکې په شخړه وژلی اؤ‌ ځلمی ځوئ یې په ناروغۍ مړ شوی،اوس دهغوئ کور کې یو نارینه هم نشته چې هغوئ له ډوډۍ پیدا کړي یا یې د ژوند نور ضروریات ترسره کړي.

امینه چې د شنبې په ماسپښین دغه کمپ ته کې دیوې شخصي کمپنۍ لخوا د خوراکي موادو ویش ته قطار کې په سرو غرمو ولاړه وه، وي او ای ډيوه ته یې وویل هغه روژه په خوله د تیرو څلورو ساعتو نه دې خوراکي موادو ترلاسه کولو ته انتظار باسي خو باوري نه ده چې مواد به ترلاسه کړي که نه؟

“دخلکو په کورونو کې خو سړي وي هغوئ ورله ګټه وټه وکړي، ډوډۍ ورله پیدا کړي ،زما کور کې خو یو نارینه هم نشته ، ماله به څوک په دومره بیروبار کې مواد راواخلي،یو دالله اسره مو ده”

هغې چې دا خبرې کولې سترګو کې یې اوښکې له ورایه ځلیدلې اؤ دمایوسي یې په تندي لکه د ټيک راځوړنده وه.

امینه وایي دهغې هره ورځ دغم ورځ وي ،سحر چې یې له خوبه راپورته شي ،نمونځ وکړي نو بیا په دې فکر شي چې غرمې له خپلو بچیانو ته ډوډۍ له کومې پیدا کړي؟

امینه وایي د پینډۍ پشاور موړ سیمې ته ځي هلته دچا کورونو کې لوخي ووینځي، چاله جامې ووینځي اؤ چاله نور خدمت وکړي چې دهغې په بدل خپلو ماشومانو ته یو وخت ډوډۍ پیدا کړي.

که دخپل مرګ سوال کووم بچو ته مې ځوریږم

وایي پخپل ژوند نوره بیخي تنګه شوې ده خو ځانته د مرګ سوال ځکه نه شي کولی ، چې که دا هم مړه شي نو د وړو ماشومانو دپالنې به یې شاته هیڅوک پاتې نه شي.

امینه لا خپل دغه فریاد کوي چې په چادري کې نغښتې د زلیخا په نوم یوه دپاخه عمر ښځه په بیړه راځي اؤ په چغو چغو وایي “الله مو کله هم په خېټه مه مړوه ،تاسو خو له هر چرته ځانله مواد پیدا کوئ‌، زه یې له کومې کړم؟”

زلیخا هاغو زرګونو افغان کډوالو ته په ښېرو سر وه چې د خوراکي موادو نه ډکو دوؤ ټرکونو څخه چاپیره شوي وؤ اؤ هریو هڅه کوله تر ټولو دمخه خوراکي مواد ترلاسه کړي.

زلیخا وي او ای ډیوه ته وایي “روره زه پرون هم دلته راغلې ومه، څومره مواد چې راغلي وؤ دې سړو چوړ(لوټ) کړل ،نن هم روژه په خوله راغلې یمه نن مې هم څلور ساعته انتظار وکړو خو دا سړي مونږ ته نوبت نه راکوي اؤ ښه پوهیږم چې نن به بیا تش لاس ستنیږم”

د زلیخي کیسه هم دامینې په څېر ده هغه هم کونډه ده یو ۱۱کلن ځوئ اؤ دوه پېغلې لوڼه لري ، خاوند یې د ټریفک په یوه حادثه کې مړ شوی اؤ اوس هغه دخپل کور یوازینۍ کفیله ده.

نن پوهیږم چې نن به روژه په څه ماتوؤ؟

زلیخا وایي لوڼه یې په یوه دیني مدرسه کې زده کړې کوي ،هغه پخپله هم دقران حافظه ده ،په کور کې دماښام دپاره هم دومره څه نه لري چې روژه پرې ماته کړي اؤ که نن ورته خوراکي مواد ونه رسېدل نو نه پوهیږي چې ماښام به دخپلو بچو مخې ته څه ږدي.

۷۰کلن زرخان هم په دې بیروبار کې ولاړ دی اؤ هڅه کوي چې خوراکي مواد ترلاسه کړي خو دیو ځلمي په دیکه له غصې دقطاره اوځي اؤ‌ په قار وایي “خدا که پرې ماړه شئ، تاسو یې واخلئ ، زه یې نه وړم خو همدغسې به اوږي یئ”

سپین پټکی پسر امساء په لاس زر خان د ننګرهار دکامې ولسوالۍ سره تړاؤ لري اؤ دوه زامن یې دلته دپیندۍ په سبزي منډهۍ کې سبزي پلوري خو هغه وایي چې دکله نه دکرونا وایرس له سوبه لاک ډان پیل شوی دهغه بچي په کور ناست دي اؤ په کور کې یې رزق ختم شوی دی.

زر خان وایي یو زوئ یې موسی خان تبې نیولی ناروغه دی اؤ بل پينډۍ ته په څه کار پسې تللی ځکه هغه پخپله په زوړ اؤ کمزوري وجود په راشن ترلاسه کولو پسې له کوره راوتلی خو هغه وایي په دې ټيل ماټيل کې هغه نه شي کولی چې راشن ترلاسه کړي.

د زرخان خبرې دوامداره وې چې په دې کې څو ځلمي له قطاره ووتل اؤ د انتظامیې د منعې کولو باوجود یې دخوراکي موادو د لوټ کولو هڅه پیل کړه ، بیا دهغوئ سره نور ځلمي ملګري شول اؤ‌ په لږ ساعت کې په سوونو ځلمي د ټرک سر ته ورختلي وؤ اؤ خوراکي مواد یې لوټ کول.

د لوټ مار په دغه جریان کې د خوراکي موادو نه ډک ټرکونه دیو څه سامان سره په تېښته بریالي شول خو د امینې، زلیخې اؤ زر خان نغري په څېر عمر خوړلي خلک بیا مایوسه پاتې شول اؤ نورو خلکو که په زغلیدونکو ټرکونو پسې منډې وهلې ترڅو خوراکي مواد ترې چور کړي خو زرخان ،زلیخې اؤ امینې دغو روانو ټرکونو ته داسې په حسرت کتل لکه دهغوئ ارمانونه چې یې چقولي وي اؤ‌ له موقعې پښې سپکوي