سپریم کورټ پېښور هائیکورټ پوځي عدالتونو څخه دسزاوار شوؤ کسانو خوشې کولو نه منعې کړو

پېښور هائیکورټ داکتوبر په میاشت کال ۲۰۱۸م کې دپوځي محکمو لخوا په سزا د رسول شوؤ ۶۸ کسانو دخوشې کولو امر کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې نیول شوؤ تورونو کسانو ته سزاګانې دبدنیتۍ په اساس په غلط ډول پرته له کومو ثبوتونو اورؤل شوي دي.

دپاکستان سپریم کورټ یا سترې محکمې دپېښور ایالتي محکمه منعې کړې ده چې باید دپوځي محکمو څخه سزاوار شوي ملزمان خوشې نه کړي.

پېښور هائیکورټ داکتوبر په میاشت کال ۲۰۱۸م کې دپوځي محکمو لخوا په سزا د رسول شوؤ ۶۸ کسانو دخوشې کولو امر کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې نیول شوؤ تورونو کسانو ته سزاګانې دبدنیتۍ په اساس په غلط ډول پرته له کومو ثبوتونو اورؤل شوي دي.

دپاکستان وفاق دایالتي محکمې ددغه پرېکړې په ضد سترې محکمې ته عریضه کړې وه اؤ دچهارشنبې په ورځ دسترې محکمې دوؤ قاضیانو ښاغلي مشیر عالم اؤ ښاغلي قاضي امین ددغه عریضې اوریدنې په مهال پېښور هائیکورټ ته امر کړی چې باید دپوځي محکمو څخه په سزا رسول شوي کسان خوشې نه کړي.

دپاکستاني مطبوعاتو د راپورونو په اساس دعریضې اوریدنې په مهال دپاکستان ستر څارنوال یا اټارني جنرل محکمې ته ویلي چې یاد کسان دترهګرۍ مقدمو کې نیول شوي اؤ دهغوئ دنیولو په هڅو کې ګڼو کسانو خپل ژوند هم قرباني کړی دی.

لویې څارنوال ویلي که چرې اوس هائیکورټ دغه نیول شوي کسان په ضمانتونو خوشې کړي نو دې سره به دهیواد امنیت ته ډیر زیات ضرر ورسیږي.

داوریدنې په مهال د سترې محکمې قاضي ښاغلي مشیرعالم دا هم ویلي چې که چرې ستره محکمه دپېښور ایالتي محکمه ددغو کسانو په ضمانت د خوشې کولو نه منعې کوي نو دا به یو ناسم روایت وي داسې به بیا هرڅوک دایالتي محکمو د پرېکړو په ضد دسترې محکمې دروازه ټکوي.

سترې محکمې ددې عریضې نوره اوریدنه تر راتلونکې دوشنبې ځنډولې خو پېښور هائیکورټ یې منعې کړی چې دپوځي محکمو څخه په سزا رسول شوي ملزمان باید خوشې نه کړي اؤ نه دهغوئ دخوشې کولو په اړوند څه رقم لنډمهاله امر جاري کړي خو ددې مقدمو اوریدنه باید روڼ ډول ددامداره وساتي.

په پاکستان کې پوځي محکمې په کال ۲۰۱۴م کې وروسته له هغې فعاله کړل شوې چې په پېښور کې په ارمي پبلک سکول ترهګریز برید کې د۱۵۰ څخه زیات ماشومان اؤ د سکول مامورین ووژل شول.

دې پوځي محکمو ته په ائین کې د۲۱م ترمیم دلارې دفعالیت اجازه ورکړل شوې خو دبشري حقونو زیاتره سازمانونه نیوکې کوي چې دغو پوځي محکمو کې ټولې قضایي چارې په پټ ډول ترسره کیږي اؤ تورن شخص ته پکې دځان دسپینولو موقعې نه ورکړل کیږي.

خو پوځ بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي چې په پوځي محکمو کې هر تورن شخص ته دځان د سپیناوي بشړ موقعې ورکول کیږي.