امریکا د چين په مسافر الوتکو بندېز لګوي

د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ انتظاميې ويلي د ۱۶م جون نه د چين څخه امریکا ته د مسافرو په الوتکو بندېز لګوي ځکه چې چين د امریکا د الوتکو په ځای کولو اجازت نه ورکوي.

د امریکې د ټرانسپورټېشن محکمې ويلي، امریکا دغه ګام وروسته له هغې پورته کوي چې چين د دواړو هېوادونو ترمنځ د نړيوال سفر مسله نه هواروي.

ادارې ويلي چين د لومړي جون څخه د يونائټډ ائيرلاین او ډېلټا ائيرلاين د بيا په ځای کولو خواست رد کړی دی.

ويل شوي چین تراوسه دا نه دي ویلي چې د کله پورې د امریکا مسافر الوتکو ته اجازت ورکوي.

د امریکا الوتکو چين ته په داسې وخت کې دغه خواست کړی چې د کرونا وبا په مهال هم د چين څخه امریکا ته الوتکې روانې وې، باوجود د دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاؤ تريخوالی هم جوړ شوی دی.

اوس امریکا د چین په مسافر الوتکو بندېز لګوي.

راپورونه وايي د ټرمپ انتظاميې په ۲۲م جون په چين تور لګولی ؤ چې د چين حکومت امریکا فضايي ادارو ته پروازونه نه په ځای کوي.

د چين هوايي ادارې د امریکې دپاره په اوونۍ کې يو پرواز چلوي خو د چين د زده کوونکو بيرته ملک ته بوتللو دپاره یې ډېرې چارټر الوتکې چلولې وې.

په واشنګټن کې د چین سفارتخانې د امریکا د حکومت بيان ته په سمدستي ډول کوم غبرګون نه دی ویلی.