د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې د نامالومو وسله والو په بريد کې يو پوځي سرتيري وژل شوي او په بل بريد کې پوځي چيک پوسته الوځول شوې ده.
د شمالي وزيرستان انتظامیې د دواړو پېښو پخلی کړی دی.
وي او ای ډیوه سره په خبرو کې د انتظامیې چارواکو ويلي نن د جمعې په سهار د شمالي وزیرستان د ميرعلي سب ډويژن د خېسور په کتيرا په علاقه کې نامالومو وسله والو د پوځ په ګاډي ډزې کړي چې پکې يو سرتيری وژل شوی دی.
ويل شوي د پېښې وروسته امنیتي ځواکونوعلاقه په ګېرا کې اخيستې او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.
د برید زمه واري چا نه ده منلې.
د چارواکو په وېنا دوېمه پېښه تېره شپه په عېسوړي علاقه کې رامنځته شوې او د شپې په مهال وسله والو پوځي چيک پوسته په بمي چاؤدنه الوځولې ده.
چارواکو ویلي د شپې په مهال دغه پوځي چیک پوسته خوشې وي ځکه د چاؤدنې په نتيجه کې ځاني زيان نه دی اوختی.
د ياد بريد زمه واري حزب الاحرار ډلې منلې ده.
دوه ورځې وړاندې هم د شمالي وزیرستان په تپي علاقه کې د پوځ په ګاډي د ریموټ کنټرول د لارې بمي چاؤدنه شوې چې پکې دوه پوځي سرتيري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي وو.
په شمالي وزيرستان کې د می په مياشت کې په پاکستاني پوځ درې او د اپرېل په مياشت کې پرې اووه بريدونه شوي وو.
شمالي وزيرستان د افغانستان سره په پوله پرته هغه قبایلي ضلع ده چرته چې د ۲۰۱۴م په نيمايۍ کې د پاکستان پوځ د تندلارو وسله والو پرضد د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات کړي او نزدې په شپږو میاشتو کې يې ادعا کړې وه چې شمالي وزيرستان يې د تندلارو وسله والو څخه پاک کړی او په علاقه کې يې امن په ځای کړی دی.
خو په علاقه کې پرله پسې د بدامنۍ پېښې دوام لري، په امنیتي سرتيرو بريدونه او چاؤدنې کيږي او ورسره په علاقه کې د هدفي وژنو پېښې هم رامنځته کيږي.