محسن داوړ: "د حقونو لپاره د پښتنو مبارزه په تشدد نه شي غلې کېدای"

واشنګټن ـــــ په داسې حال کې چې نن د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي فعال عارف وزیر څلوېښتي لمانځل کېږي، الجزیره ویبپاڼې د دې تحریک د یو مخکښ او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د استازي محسن داوړ یو مضمون خپور کړی، چې سرلیک یې دی "د حقونو لپاره د پښتنو مبارزه په تشدد نه شي غلې کېدای".

لیکوال د مضمون په پیل کې لیکلي چې د مې پر لومړۍ نېټه سیاستوال، مبارز او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر عارف وزیر د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې خپل کور ته نیژدې "ناپېژاندو سړیو" وویشت، چې بیا یو ځایي روغتون او وروسته د اسلام اباد یو لوی روغتون ته یووړل شو چې ژوند یې و ژغورل شي، خو زخمونه یې کاري وو او د مې پر ۲مه یې ساه ورکړه.

لیکوال لیکلي چې د عارف وژنه یواځې د دوی پر تحریک د بریدونو د لړۍ وروستۍ پېښه ده، ځکه چې وایي دوی له قبایلي ضلعو د ناقانونه وسلوالو ډلو د ریښو ایستلو او د پښتنو په ضد له پاکستاني پوځ سره د هغوی د جرمونو او د بشري حقونو د سرغړونو د حساب لپاره کار کوي.

لیکوال وایي د عارف وژنې دوی خراب کړل، خو وایي خپلو خلکو ته انصاف ګټلو لپاره د دوی هوډ او ارادې ته یې تاوان ونه رساوه بلکې د خپلو حقونو، برابرۍ او حساب لپاره د دوی مبارزه یې لا ژوندۍ کړه.

په مضمون کې راغلي چې د کرونا وایرس پر اندېښنو برسېره په زرګونو خلکو د عارف وزیر په جنازه او د ښخېدو په مراسمو کې ګډون وکړ، وایي د دوی زیاتو خلکو بې ساري ګډون دا ښکاره پیغام ورکاوه چې: "موږ به د هرې هغې هڅې په ضد پاڅون کوو چې زموږ اراده غلې کوي".

لیکوال د عارف وزیر تر ښخېدو وروسته د هغه د وژنې په ضد احتجاجونو ته کتنه کړې، چې وایي د پاکستان او افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې وشول او له پاکستاني چارواکو پکې د ذمه واره کسانو د نیولو او د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه وشوه، وایي د پام وړ خبره دا وه چې په دغو احتجاجونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې بیا تکرار شوې چې په هغوی کې د غیرعدالتي وژنو او د امنیتي ادارو له خوا د خلکو جبري بې درکۍ ختمېدل، له قبایلي سیمو د ماینونو پاکېدل او پر خپله خاوره د سوله ییز او عزتمن ژوند حق دی.

لیکوال لیکلي چې پر دومره احتجاجونو برسېره تر نن ورځې نه د پاکستان هیڅ کوم حکومتي او پوځي چارواکي په ښکاره د عارف وزیر وژنه غندلې ده، نه چا ورته په خواخوږۍ دا باور ورکړی چې د هغه د وژنې د جرم پلټنه به وشي، خو وایي د دې پر ځای په هغه باندې تر برید څو ګنټې وروسته آنلاین "پېریانو"- چې وایي اکثر پر ټولنیزو رسنیو د پوځ لپاره تبلیغ کوي- د عارف او د دوی د تحریک په ضد ناوړه پروپیګنډه پیل کړه.

محسن داوړ لیکلي چې د نورو بې بنیاده تورونو او ښکاره دروغو په ګډون یو دا وو، چې د عارف وزیر د وژنې تور د هغه د تره پر زوی او د قومي اسمبلۍ پر غړي علي وزیر ولګول شو، وایي حتی چې د پنجاب د ګورنر په نامه جوړ شوي رسمي ټویټر اکاونټ هم داسې دروغ خپاره کړل. داوړ لیکي چې له څو انګرېزي ورځپاڼو پرته سرکاري او غیرسرکاري رسنیو د عارف وزیر د وژنې خبر سنسر کړ.

په مضمون کې راغلي چې په تېرو شلو کلونو کې په وزیرستان او نورو قبایلي ضلعو کې د پښتنو په سلګونو قبایلي مشران او سیاستوال په څه ډول وژل شوي، د عارف وژنه هم په حیرانوونکي ډول هغو ته ورته وه.

وایي د قبایلي مشرانو د وژنې کمپېن د 9/11 تر پېښې وروسته هغه وخت پیل شو چې طالبان او د هغوی نور ملګري جنګیالي له افغانستانه را وتښتېدل او پاکستان ورته ځای ورکړ چې په پخوانۍ فاټا کې مېشت شي. وایي تر څو کلونو تېرېدو وروسته دغو وسلوالو ډلو په منظمه توګه هغه قبایلي مشران او سیاستوال و وژل چې د دوی په ضد یې ږغ پورته کاوه. لیکوال وایي تر نن ورځې د پاکستان ریاست د دغو وژنو حل پیدا نه کړ، وایي شاید په دا چې پاکستان په پټه خوله په افغانستان کې د ناارامۍ او په سیمه کې د خپل اغېز د زیاتولو لپاره له دغو ناقانونه ډلو کار اخلي.

محسن داوړ لیکي چې دی او عارف وزیر دواړه تر دې ناوړه جګړې را تېر شوي، وایي دوی د ترهګرۍ په بریدونو او د پوځ په عملیاتو کې د خپل ژوند تباهي او په پراخه کچه د عامو خلکو وژنه ولیدله، د پېژاندو ډلو او کسانو له خوا یې- چې وایي ریاست ته ناپېژاند دي- د خپلو مشرانو هدفي وژنې ولیدلې. لیکوال وایي همدغه مشران د حکومت په وینا د دغو وسلوالو ډلو په ضد وجنګېدل، خو وایي ریاست د دوی کورنیو ته په انصاف ورکولو کې پرله پسې ناکامه دی.

محسن داوړ لیکي په 2018م کال کې چې قبایلي سیمې له خیبرپښتونخوا سره ګډې شوې، نو اوسېدونکي یې هیله من وو چې اوس به د پاکستان د بشپړو ښاریانو حقوق ولري، خو وایي پر دې آییني بدلون برسېره د دوی ستونځې ختمې نه شوې او دعوه کوي چې ریاست یو ځل بیا د دوی سیمه ناارامه کېدو ته پرېږدي.

لیکوال د افغانستان حالاتو ته هم اشاره کړې او وایي امریکا د دې هېواد د پرېښوولو تیاري کوي او داسې ښکاري چې د پاکستاني پوځ ځینې اغېزمن کسان بیرته په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ او په سیمه کې د خپل اغېز د پراختیا لپاره د شخړې یو بل پړاو پیلول غواړي. وایي د خپل دې هدف لپاره به یو ځل بیا وسلوالو ډلو ته اجازه ورکوي چې وزیرستان او افغان پولې ته څېرمه نورې پښتني سیمې د خپلو ناقانونه کارونو لپاره وکاروي.

محسن داوړ لیکي چې دی د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو مشرانو غوندې له څو میاشتو راهیسې په وزیرستان کې د طالبانو د بیا فعاله کېدو خبرداری ورکوي، وایي حتی ده او علي وزیر په قومي اسمبلۍ کې هم دا موضوع را پورته کړې، خو وایي پر ځای د دې چې د دوی خبرداری او شکایتونه واورېدل شي، ریاستي ادارو دوی "وطن ضد" او "ریاست ضد" وګڼل.

محسن داوړ په پای کې لیکي چې عارف وزیر هم د سلګونو قبایلي مشرانو غوندې د دې لپاره و وژل شو، چې د دوی سوله ییزه مبارزه ختم کړي او په قبایلي ضلعو کې طالبان بیا فعال کړي، خو وایي دوی اراده کړې چې خپله خاوره د طالبانو وینو تویولو او د پاکستاني پوځ له مرګونو سټرېټیجیکو لوبو و ژغوري.

وایي په هېواد او سیمه کې امن د پاکستان په ګټه دی، خو وایي د امن را ستنېدو لپاره د پاکستاني جرنېلانو بې حسه لوبې باید پای ته ورسېږي، وایي دوی به هیڅکله د ریاست له خوا پر دې خبره غلي نه شي چې دوی د وطن خلاف ګڼي، هیڅکله به غیرقانوني ګرفتاریو، جبري ورکېدنو، وهلو ټکولو، ګواښونو او د ناپېژاندو بریدګرو وژنو ته اجازه ور نه کړي چې د دوی مبارزه غلې کړي. وایي تر څو چې یې خاوره له پوځي جبر او ناقانونه وسلوالو ډلو نه وي پاکه شوې او د عارف وزیر قاتلین د تورو تمبو شاته نه وي اچول شوي د دوی مبارزه به روانه وي.