دخېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې یو ځل بیا د ټېټې کچې د لاک ډاؤن پرېکړه

په خیبر پښتونخوا صوبه کې د کرونا وایرس دلاسه د مړینو دکچې لوړیدو نه وروسته حکومت دصوبې په هاغو برخو کې په ټیټه کچه دټول بند یا لاک ډاؤن پځائ کولو پرېکړه کړې ده چرته چې کرونا وایرس په چټکتیا سره خوریږي.

د خيبرپښتونخواصوبې د وزيراعلی ښاغلي محمود خان په مشرئ د دوشنبې په ورځ يوه مهمه غونډه د کروناوايرس د ناروغانو شمیر کې داضافې اؤ ددې وایرس دلاسه دمړینو دکچې سیوا کیدو نه وروسته شوې چې پکې پرېکړه شوې ده چې کوم خلک سپارښتنو باندې عمل نه کوي دهغوئ روزګارونه او دوکانونه به تړل کیږي.

په دغه غونډه کې سیمه ییزو چارواکو ته لارښوونه شوې چې په خلکو باندې د ماسک اوچول دې لازمي وګرځول شي او کوم خلک چې دې نه سر غړونه کوي نو په هغوئ دې جرمانې ولګول شي.

داطلاعاتو په هکله د وزیراعلي معاون ښاغلي اجمل وزیر مطبوعاتو ته ویلي چې حکومت اوس دلاندې کچې لاک ډاؤن ته روان دی چې له مخې به یې په هغو سیمو کې په فعالیتونو بندیز لګول کیږي چرته چې کرونا وایرس زیات خوریږي.

هغه وویل دداسې سیمو په هکله معلومات راټول کړل شوي اؤ ضلعي انتظامیو ته ویل شوي چې په یادو سیمو کې باید دخلکو دلاپرواهۍ مخه ونیسي ترڅو دکرونا وایرس دخوریدو په مخنیوي کې مرسته وشي.

دحکومت لخوا په دغه غونډه کې هغه بیلابیلې سیمې هم په ګوته شوي چرته چې تر اوسه د کرونا وایرس زیاتې پېښې مخې ته راغلي دي .

دیادو سیمو د په ګوته کیدو سره سم د خیبر پښتونخوا د بیلابیلو ضلعو انتظامیو په یادو سیمو کې د ښکته کچې د ټول بند پځائ کیدو اعلامیې خپرې کړي دي .

دحکومتي شمیرو له مخې د دوشنبې په ورځ هم دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د کرونا وایرس دلاسه ۳۲ کسان مړه شوي چې دې سره دغه صوبه کې د کرونا د مړو شوؤ ناروغانو شمیره ۷۰۷ؤ ته رسېدلې ده ۱۸۴۷۲نور کسان په دې وایرس اخته دي.

د پېښور يو ډاکټر، ډاکټر رضوان الله وي او اې ډيوه ته وايي په تېر وختونو کې چې کله دحکومت له لوري په لاک ډاؤن کې نرمې وشوه نو دهغه وخته راهسې دغه وايرس ډېر په چټکتیا سره په خوریدو روان دی.

د پېښور د تجارانو اتحاديې مشر، مجيب الرحمان وايي حکومت سره د کروناوايرس په اړه هيڅ پاليسي نيشته او غواړي دخپلو تیروتنو پړه د تجارانو ا‌ؤ کاروباریانو غاړې ته ور واچوي