پاکستان کې د کرونا څخه د مړينو شمېرې 3590 او اغېزمن د يو لک 81زرو نه سېوا شوي

په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه د مړينو او د خلکو اغېزمن کېدو شمېرې ورځ تر تر بلې سېوا کيږي، په تېر شوا روز کې نور 89 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

د 89 نورو کسانو د مړه کېدو سره په ملک کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره 3590 ته ورسېده.

د دې ترڅنګ په نورو 4471 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي چې په کرونا وايرس اخته شوي دي.

د دې سره په ملک کې د کرونا وايرس وهونکو ټوله شمېره يو لک 81زره او 88 ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه 71زره458 کسان د دې ناروغۍ څخه ښه شوي هم دي.

د پاکستان په سند صوبه کې د کرونا وايرس پېښې تر ټولو سېوا شوي دي، په صوبه کې په 69زره628 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

خو په دې صوبه کې د مړه شوؤ شمېره 1089 ده.

په پنجاب کې بيا دې وايرس ډېر خلک مړه کړي چې شمېره يې 1435 ده، په پنجاب کې په 66زره943 کسانو کې د کرونا وایرس مالوم شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا څخه 821 کسان مړه شوي او په 21زره997 کسان په دې وايرس اخته شوي دي.

په بلوچستان کې د کرونا څخه د مړينو شمېره 102 او په اسلام اباد کې 101 ته رسېدلې ده.