خیال محمد اؤ ګلنار بېګم،یو دغزل "شهنشاه"،بله د "سندرې روح"

خیال محمد ګلنار بیګم

استاد خیال محمد اؤ خدائ بخښلې ګلنار بیګم دپښتو دوه هاغه ستر سندرغاړي دي چې تر نیمې پیړۍ یې دپښتو سندرې ویلي اؤ دفن استاذان وایي چې د دوئ دواړو ځائ هیڅوک نه شي نیولی.

خیال محمد چې دعمر د زیاتوالي اؤ ناروغۍ له امله اوس له سندرو ویلو پریوتی اؤ ګلنار بیګم ۲۵ کاله وړاندې وفات شوې ده،دواړو دپښتو فلمونو دپاره په زرګونو سندرې ویلي اؤ په دغو سندرو کې اوس زیاترو د کلاسیک بڼه موندلې اؤ د لسګونو کلونو تیریدلو باوجود یې هم خلک همغسې په خوند اوري.

دغو دواړو سترو هنرمندانو خپل هنري سفر د ریډیو پاکستان پېښور څخه پیل کړی ؤ اؤ دواړه د ریډیو پاکستان پېښور دموسیقۍ دڅانګې پخواني مشر ارواښاد رشید علي دهقان دپښتني ټولنې سره د ریډیو دلارې اشنا کړي وؤ.

دپښتو ژبې د لسګونو کتابونو لیکونکی پروفیسر ډاکټر حنیف خلیل وایي دخیال محمد اؤ ګلنار بیګم په دور کې نور هم ډیر غښتلي هنرمندان په میدان کې موجود وؤ خو نه هغه وخت دخیال محمد اؤ ګلنار بیګم ځائ چا نیولی شو، نه یې اوس نیولی شي اؤ نه به یې راتلونکي کې ونیسي.

ګلنار بیګم په کال په کال ۱۹۴۲م کې دافغانستان په کونړ ولایت کې دګل محمد کره زیږیدلې وه اؤ بیا په ماشومتوب دخپلې کورنۍ سره د پښتونخوا دمردان شهباز ګړهې سیمې ته راپه ګډه شوې وه.

هغه دخیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د تیر وخت د یوې تکړه سندرغاړې ګوهر بیګم په ورور دلاور واده شوې وه اؤ هغې به سندرې بیخي په پرده کې ویلې .

ګلنار بیګم په کال ۱۹۹۵ کې داکتوبر په وړومبۍ نېټه وفات شوې اؤ دخیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې دفن ده.

استاد خیال محمد په کال ۱۹۴۶ کې په پېښور کې زیږیدلی خو په خټه دخیبر ایجنسۍ اپریدی دی اؤ پلار،نیکه یې دملک دین خیل قبېلې سره تړاؤ لري.

اوس چې استاد خیال محمد د ناروغۍ له امله پېښور کې دخپل کور دننه په کټ اؤ ویل چئیر ژوند کوي ، هم کله کله خپلې اؤ دګلنار بېګم زړې سندرې اوري اؤ خپل زاړه وختونه دځان سره یادوي.

وائس اف امریکا ډیوه د استاد خیال محمد نه وپوښتل اوس چې کله خپلې زړې سندرې اورئ نو احساس مو څه وي ؟ استاد خیال محمد وویل “بس وخت وي،تیر شي خو زه خوشحاله په دې یم اؤ دالله شکر ادا کووم چې ښه وخت مو تیر کړی دی اؤ نن که مو څوک په ښه یادوي نو دخدایې شکر ادام کړم”

خو استاد خیال محمد کله کله خپلو زړو سندرو ته خفه کیږي هم اؤ وایي “انسان دی کنه ،عمر تیریږي خو یادونه یې پاتې کیږي، کله کله خو چې خپلې زړې سندرې ګورم نو دهغې شاته منظرونه اؤ وختونه هم رایادیږي،خپل زاړه ملګري هم رایادیړي، ډیر پکې اوس په دې دنیا نشته ،دهغوئ ارمان هم راشي، اؤ دځان سره وژاړم”

هغه دګلنار بېګم په هکله وایي ؛ډیره لویه فنکاره وه ، دهغې په غږ کې قدرتي خواږه پراته وؤ ،دغه خواږه په ریاضونو اؤ استادۍ،شاګردۍ هم نه پیدا کیږي خو دلویې فنکارې ،سره سره لویه پښتنه اؤ درنه ښځه هم وه،په راشه درشه کې تکړه وه اؤ خوږمنه هم ډيره وه”

خیال محمد استاد وایي تکړه هنرمندان په هر دور کې پیدا کیږي خو دګلنار بېګم ځائ نیول به کیدای شي پیړو پیړو وخت ته اړتیا ولري.

پروفیسر ډاکټر حنیف خلیل چې دګلناربېګم اؤ خیال محمد استاد بې شمیره کیسټې یې اوس هم ځان سره ساتلي وائس اف امریکه ډیوه ته وایي پښتو ته غزل خیال محمد استاد ورکړی اؤ پښتو سندرې ته روح ګلنار بېګم بخښلی دی.

هغه وایي دغه دواړه پخپل دور کې دومره لویې حیثیت لري لکه په پښتو ادب کې چې د رحمان بابا اؤ خوشحال بابا شخصیتونه دهرچا دپاره لوړ اؤ محترم دي.

هنرمنده نازیه اقبال چې پخپله یې هم دګلنار بېګم سندرې د نوؤ سازونو سره ویلي وایي “ګلنار اپا زمونږ دپاره د یوې اکیډیمۍ حیثیت لري اؤ نن هم مونږ د هغې د اواز اؤ سرونو نه زده کړه کوؤ”

نازیه اقبال وایي دخیال محمد استاد اؤ ګلنار بیګم په هکله نظر ورکول هم هغه دخپل وس کار نه ګڼي ځکه چې دغه دواړه هنرمندان په اصل کې د یو عصر نوم دی اؤ څومره څه چې هغوئ پښتو موسیقۍ ته ورکړي فکر نه کوي که نورو فنکارانو به ورکړي وي