د بلوچستان تاجران له افغانستان سره د بادیني د لویې لارې پرانیستل غواړي

واشنګټن ــــ د چمن، تورخم، غلام خان، انګور اډې او خرلاڅي غوندې د بلوچستان له کلاسیف الله سیمې سره تړلې بادیني لاره هم له افغانستان سره د پاکستان یوه مهمه لاره ده چې څو کاله مخکې ورباندې لویه دروازه هم جوړه شوې خو دا لاره لا هم د تجارت لپاره بنده ده.

د کلاسیف الله ډپټي کمیشنر حبیب الرحمن کاکړ د جمعې په ورځ پر ډیورنډ کرښه د ځینو قبایلي مشرانو په ګډون د بادیني لویه دروازه وکتله. د سیمې یو اوسېدونکی حاجي نظام الدین کاکړ هم په دوی کې شامل وو، هغه وایي خلک یې د دې دروازې پرانیستل کېدو ته زیات هیله من دي:

"دا دروازه دې خلاسه شي د خلکو لپاره به ډېره اساني شي او موږ پر خپله دې قانوني لاره تجارت شروع کړو، غزني، پکتیکا او زابل ولایت موږ ته ډېر نیزدې پراته دي".

د سوداګرۍ ټرمینل ګمرک شین بند ته د خپل سفر په وخت د ملېشه ځواکونو کمانډر لیفټینټ کرنل بادیني شفقت علي ګوجر د ګمرک د تجارت ټرمینل په اړه ډپټي کمیشنر ته مفصل معلومات ورکړل.

ډپټي کمیشنر وویل د پاکستان او افغانستان سرحدي پوله بادیني لویه لاره به خلکو ته په سیمه کې د سوداګرۍ د ښه کېدو او روزګار موقعې ورکړي.

په کلاسیف الله کې پر ډیورنډ کرښه د بادیني لویه دروازه.

ډپټي کمیشنر قبایلي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې شین بند ټرمینل ګمرک به ډېر ژر فعال شي. حاجي نظام الدین کاکړ د بادیني دروازې ته څېرمه د کسټم ټرمینل په اړه د وي او اې ډیوه خبریال حمید سمسور ته وویل:

"د بادیني تجارتي ټرمینل کسټم پنجاب ته د پاکستان تر ټولو نیژدې کسټم سټېشن دی چې مال هرې پولې ته په ډېره اساني رسېږي ځکه چې فاصله یې کمه ده، زموږ ږوب ډیویژن ټول پر دې بادیني لاره پروت دی، پخوا هم دا د کوچیانو لاره وه چې کډې به ورباندې تلې او کاروبار به ورباندې کېده".

د بلوچستان د چمبر آف کامرس مرکزي غړی اختر کاکړ وایي، دوی له حکومته د چمن پولې د پرانیستل کېدو او د بادیني لارې د فعاله کېدو غوښتنه کړې ده. نوموړی وایي د بادیني لویه دروازه دیارلس کاله مخکې جوړه شوې خو تر اوسه نه ده فعاله شوې:

"پکار دی چې [په بلوچستان کې پر پوله] پینځه دروازې وای، پر قمردین، توبه او ګلستان باندې دروازه وای".

پاکستان له افغانستان سره شاوخوا ۲۵ سوه کیلومیټره اوږده پوله لري، چې دوولس نیم سوه کیلومیټره یې په پښتونخوا صوبه کې ده او هلته تورخم، غلام خان، سرلاڅي او انګور اډه دروازې دي خو په بلوچستان کې له افغانستان سره د چمن پولې تر څنګ د سرلټ او برامچه دروازې شته خو نورې پښتني سیمې یې له افغانستان سره د تجارت فعالې لارې نه لري.