انګور اډه:افغانستان ته اوښتونکو باندې دامنیتي ځواکونو ډزو اؤ الغاؤ تلغاؤ کې یو یوتن مړ شوی،ګڼ ژوبل

دخیبر پښتونخوا قبائیلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دسوداګرۍ په مهمه لاره انګور اډه دپاکستان دامنیتي ځواکونو لخوا په پوله اوښتونکو باندې له ډزو وروسته جوړ شوي الغاؤ تلغاؤ کې یو سپین ږیری مړ شوی اؤ ګڼ شمیر نور کسان ژوبل شوي دي.

دجنوبي وزیرستان نه دپاکستان دمرکزي پارلیمان غړی اؤ د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر وایي دامنیتي ځواکونو په ډزو اؤ وروسته جوړ شوي الغاؤ تلغاؤ کې د ۱۰نه نیولي تر۱۵ؤ پورې کسان ژوبل دي چې روغتونونو ته رسول شوي.

دپاکستان اؤ افغانستان تر منځ دانګور اډې مهمه اقتصادي لاره دڅلورو میاشتو وروسته یوه اوونۍ دمخه دسوداګریزو توکو اؤ عامو خلکو پرمخ پرانستل شوې وه .

دسیمې نه سرچینې وایي نن دخالي یا شنبې په ورځ په دغه لاره ګڼ شمیر خلکو غوښتل افغانستان ته واوړي چې دبدنظمۍ صورت کې امنیتي ځواکونو په هغوئ ډزې کړي دي.

دسیمې نه دپارلیمان غړي علي وزیر وي او ای ډيوه ته ددغه پېښې دجذئیاتو بیانولو په مهال ویلي دپولې دواړو غاړو ته میشت ولسونه خپلو کې راشه درشه اؤ خپلوۍ لري اؤ حتی دپولې یوې غاړې ته د یو رور کور دی اؤ‌بلې غاړې ته دبل رور .

"نن په دغه پوله د وزیرستان نه ګڼ شمیر خلکو غوښتل افغانستان ته واوړي خو په هغوئ امنیتي ځواکونو ډزې کړي دي"

علي وزیر وایي داسې اطلاعات په لاس کې لري چې پوځیانو اؤ پولیسو په پوله اوښتونکو پښتنو میرمنو باندې د لښتو ګزارونه کړي اؤ دهغوئ سپکاوی یې کړی چې په دې د سیمې پښتانه خلک قهریدلي اؤ دامنیتي ځواکونو د رویې په ضد یې احتجاج کړی دی .

هغه ویلي کله چې دبیلابیلو قامونو خلک داحتجاج په موخه انګور اډې ته راټول شول نو امنیتي ځواکونو په هغوئ ډزې وکړې چې ددغو ډزو اؤ بیا د الغاؤ تلغاؤ له امله د ۱۰ نه تر ۱۵ؤ‌پورې کسان ژوبل شوي اؤ یو سپین ږیری تن مړ شوی هم دی.

علي وزیر ددې پېښې په سختو ټکو کې دغندنې ترڅنګ غوښتنه کړې چې باید دپېښې عاجلې پلټنې وکړل شي اؤ په دې پېښه کې ککړ کسان دې دقانون منګولو ته راکش کړل شي.

هغه ویلي چې د امنیتی ځواکونو په ډزو دپولې پورې غاړې ته هم دخلکو د ژوبل کیدو اطلاعات لري خو کره شمیره یې په لاس کې نه لري.

دپېښې په ځائ کې یو عیني شاهد ولي وزیر وي او ای ډيوه ته ویلي هغه پخپلو سترګو لیدلي چې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې درې کسان ژوبل شوي دي چې یوه پکې لس کلنه ماشومه هم شامله وه چې په ګولۍ په سر لګیدلې وه.

هغه ویلي په انګور اډه کې افغانستان ته د اوړیدونکو ډيره زیاته ګڼه ګوڼه وه اؤ ګڼ شمیر خلکو غوښتل په پوله واوړي خو دبیروبار په مهال امنیتي ځواکونو په دغو خلکو ډزې کړي چې ددغو ډزو له امله الغاؤ تلغاؤ جوړ شو.

په واڼا روغتون کې دبستر یو ژوبل تن پلار مستري خان ډیوه ته ویلي هغه واڼا بازار کې پخپل دوکان کې ناست ؤ چې دملیشې عسکر اؤ‌ پوځیان راغلل اؤ په خلکو یې ډزې وکړې .

هغه وایي په دغو ډزو کې د هغه زوئ نور اسلم هم دوه ډزه لګیدلی اؤ‌ اوس د واڼا هسپتال کې دعلاج لاندې دی.

هغه دا هم وویل چې د زوئ دعلاج دپاره یې هسپتال کې هیڅ اسانۍ وجود نه لري اؤ‌ هغه ایمبولینس یا داسې بله اساني هم نه لري چې خپل زوئ دعلاج دپاره دسیمې نه بهر یوسي.

دسیمې نه دعوامي نیشنل پارټۍ یو مشر محمد رسول ډیوه سره خبرو کې ویلي په انګور اډه کې دخلکو بیروبار ؤ اؤ امنیتي ځواکونو په دغه مهال یوه میرمن په لښتو ووهله اؤ تشدد یې پرې وکړو چې دا دپښتني روایاتو په ضد عمل دی اؤ دسیمې خلک ددې رویې په ضد احتجاج ته راپورته شول چې امنیتي ځواکونو پرې ډزې وکړې.

د جنوبي وزیرستان دپولیسو ضلعي مشر یا ډي‌ پي او شوکت علي ډیوه سره خبرو کې ددې پېښې دجذئیاتو نه بې خبري ښودلې ده اؤ ویلي یې دي چې هغه دسیمې نه بهر په لدها کې دی ځکه لا ورسره فعلاً جذئیات په لاس کې نشته .

خو دسیمې نه امنیتي سرچینو ډیوه ته بیا ویلي چې امینتي ځواکونو یوازې د خلکو د خورولو په موخه هوایي ډزې کړي دي.