څېړونکي وايي، چین ښايي د امریکا لخوا د ټکساس ایالت په هیوسټن کې د خپلې کونسلګرۍ د تړلو په غبرګون کې ډېر ژر په خپلو دوو ښارونو شینیانګ او ووهان کې د امریکا کونسلګرۍ وتړي.
په چینايي رسنیو او ټوېټر کې له پېګنګ څخه دا غوښتنه هم کېږي چې چین دې په هانګ کانګ کې د امریکا د کونسلګرۍ په تړلو سره پر امریکا لا سخت ګوزار وکړي په داسې حال کې چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، په امریکا کې به د چین نورې کونسلګریانې هم وتړي.
دوه څېړونکو چې له امریکا غږ سره یې خبرې کړي دي ویلي دي، کچېرې د یو او بل په وړاندې د کونسلګریو تړل همداسې دوام وکړي نو د امریکا او چین اړیکې به لا نورې پسې خرابې شي.
نوې سړه جګړه:
په هانګ کانګ کې یو سیاسي څېړونکی سانګ پا وايي، "دا د سیاسي شخړو زیاتېدل دي. او دا یو نوی سوړ جنګ دی چې د امریکا او چین لخوا پړاو په پړاو پیل شوی."
د پېګنګ له ریمن پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو پروفیسر شي ینګهانګ امریکا غږ ته وویل، "د امریکا او چین اړیکې د کورونا د وبا د پیل او په ځانګړې توګه د هانګ کانګ د ملي امنیت د قانون د پلي کېدو راهیسې تر بل هر وخته تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي."
نوموړي اټکل کړی چې "لا تر اوسه هم د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته څلور میاشتې او د نوې ادارې د کار پیل ته شپږ میاشتې پاتې دي. په دغه موده کې به له شک پرته چې ټرمپ د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا خرابېدو لپاره نور خراب ګامونه هم پورته کړي."
د ټاکنو لپاره جواري:
پروفیسر شي په دې باور دی چې په هیوسټن کې د چین د کونسلګرۍ تړل یواځې ددې لپاره نه دي چې چین وپاروي بلکه د ټرمپ لخوا هغه جواري ده چې غواړي په ټول پوښتنو کې خپل ټیټ ځای بېرته پورته کړي.
هغه وویل، چین د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا لګول شوي ترونه بې بنسټه بولي که څه هم د ټرمپ ادارې ویلي دي، چې په هیوسټن کې د چین د کونسلګرۍ تړل په بشپړه توګه یو سم کار دی.
د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د ختیځې اسیا او پاسپیک په سیاست نظر ساتونکی ډېوېډ سټېلوېل د شورو یا چهارشنبې په ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي، چې د هیوسټن په کونسلګرۍ کې په تاریخي توګه په ناسم چلند کې ښکېل دي او په امریکا کې د څېړنو د غلا کولو مرکز ګڼل کېږي.
هغه وویل، جنرال کونسل چې وي او دوه نور چینايي ډپلوماټان هغه مهال ونیول شول کله چې یې په غلطو پېژند پاڼو باندې د مې په ۳۱ نېټه چینايي مسافر د هیوسټن په هوايي ډګر کې چارټر الوتکې ته رسول.
جاسوسي او د ساینسي معلوماتو غلا
د ټایمز ورځپانې د راپور له مخې، سټېلوېل زیاته کړې، چې د چین لخوا د ځینو ساینسي غلاوو هڅې په تېرو شپږو میاشتو کې زیاتې شوې دي چې کېدای شي د کورونا وایرس د واکسین جوړولو هڅو پورې هم تړلي وي.
خو خپله جنرال کونسل چې په هیوسټن کې له رسنیو سره دغه ادعا رد کړې ده. هغه وپوښتل چې ددې خبرې لپاره " شواهد چېرې دي." هغه امریکایي چارواکی درواغجن وباله.
د سړې جګړې په څېر مخالفتونه:
امریکا له چین سره د سوداګرۍ او د علمي معلوماتو د غلا کولو پر مسله بیا بیا شخړې کړي او په هانګ کانګ کې سېنګ وايي، چې دا شخړې به په اسانه پای ته و نه رسېږي ځګه د سړې جګړې په څېر مخالفتونه د دواړو هېوادونو ترمنځ په زیاتېدو دي.
داسې انګېرل کېږي چې امریکا به په بل ګام کې د کالیفورنیا په سنفرانسېسکو کې د چین کونسلګرۍ وتړي ځکه د اف بي آی لخوا په یوې چینايي څېړونکې باندې تور پورې شوی چې د چین له پوځ سره اړیکې لري او د یادې کونسلګرۍ دننه یې پناه اخیستې.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په غبرګون کې د هېڅ کوم اقدام اعلان نه دی کړی.
خو ویاند یې یوې خبري غونډې ته ویلي دي، چې په هیوسټن کې یې کونسلګرۍ د تېرو څلوېښتو کالو راهیسې مثبت کار کړی او د امریکا لخوا په دغه کونسلګرۍ کې د غلطو کارونو خبره یې په بشپړه توګه رد کړې ده.
هغه دا هم وویل، چې د کونسلګرۍ تړل د چین او امریکا ترمنځ اړیکې سختې زیانمنوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ پول نړوي.