د چمن او سپين بولدک تر منځ لاره باندې ناست پرلت کې شريکو تجارانو او د مختلفو سياسي ګوندونو غړو نن د ملېشه ځواکونو د مرکز په لور لاريون وايست، چې لومړی د ضلعي انتظامیې د دفتر پر خوا لاړل او بيا بیرته د ملېشه ځواکونو د مرکز مخ ته په احتجاج کښېنستل.
احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چې له څو میاشتو بنده پوله دې پرانیستل شي او پر پوله د اوښتو را اوښتو په هڅو کې نيول شوي په سلګونو خلک دې بیرته را خوشي کړل شي.
احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چې له څو میاشتو بنده پوله دې پرانیستل شي او پر پوله د اوښتو را اوښتو په هڅو کې نيول شوي په سلګونو خلک دې بیرته را خوشي کړل شي.